logo د افغانستان اسلامي امارت
د چاپیریال ساتنې ملي اداره
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
د انساني روغتیا ساتنې په موخه لغمان کې د یو شمېر روغتیایي مرکزونو څارنه وشوه
په پکتیکا او پروان ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې په تړاو ناستې ترسره شوې
په لوګر کې د اقلیم بدلون او د اوبو مدیریت په اړه څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
خوست اوکونړ کې سلګونو تنو طالب العلمانو او ولسي وګړو ته عامه پوهاوی ورکړل شو!
د چاپېريالي موضوعاتو په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوي ورکړل شو
کابل، ننګرهار او فاریاب کې د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
د چاپېریالي چارو مفتیشن د فعالیتونو له څرنګوالي څخه په دوامداره توګه څارنه کوي
کابل او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
ولایتونو کې د هر ډول فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه کیږي

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري د رها موسسې په همکارۍ د علمای کرامو سره مشورتي ورکشاپ ترسره شو

slider-image

١٤٤٧کال د محرم الحرام ٤مه/ کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري د رها موسسې په همکارۍ د هېواد له مخکښو دیني علماو سره د چاپېریالي وضعیت د ارزونې راپور جوړولو په تړاو مشورتي ورکشاپ ترسره شو.
د یاد ورکشاپ موخه دا وه، چې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت د ارزونې راپور د چمتو کولو په لړ کې د دیني علماو لیدلوري، نظریات او رغوونکي وړاندیزونه راټول شي، ترڅو دا راپور یوازې علمي او تخنیکي نه، بلکې د ولس د باورونو او ارزښتونو برخه هم وي.
ورکشاپ د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د عمومي رئیس، مولوي مطیع‌الحق خالص، په پرانیستونکې وینا پیل شو.


ښاغلي خالص د اسلام له نظره د چاپېریال پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل اوبه، هوا، ځنګلونه، حیوانات او نباتات د خدای (جل جلاله) نعمتونه دي، چې انسان ته د امانت په ډول سپارل شوي. د دوی ساتنه نه یوازې قانوني، بلکې ديني او اخلاقي مسؤلیت هم دی."
نوموړي دیني عالمان د ټولنې روحاني مشران وبلل او څرګنده یې کړه چې هغوی کولای شي د منبر، مدرسو، خطبو او د دیني رسالت له لارې د پاک چاپېریال پیغام تر خلکو ورسوي.
هغه زیاته کړه: کله چې د دین په ژبه چاپېریالي پیغام خلکو ته ورسول شي، هغوی دا الهي امر ګڼي او خپل چلند ورباندې بدلوي. زموږ موخه دا ده چې د چاپېریال ساتنه یوازې اداري موضوع نه، بلکې د ایمان برخه وګرځوو.


ښاغلي خالص د اقلیمي بدلون پر بدو اغېزو هم خبرې وکړې او ویې ویل چې افغانستان، سره له دې چې د نړیوال اقلیمي بدلون په رامنځته کېدو کې خورا لږ رول لري، خو اغېزې یې دلته خورا جدي دي. د حرارت درجې لوړوالی، پرله‌پسې وچکالۍ، د کرنیزو حاصلاتو کمښت، د څښاک د اوبو کموالی او د ژویو کډوالۍ هغه ننګونې دي چې اوسنی او راتلونکی نسل یې له سختو خطرونو سره مخ کړی دی.
نوموړي له ټولو ولسي او دیني قشرونو، قومي مشرانو او امارتي ادارو غوښتنه وکړه، چې د طبیعي منابعو د ساتنې، د اوبو سپما او د ونو د کرنې په برخو کې عملي اقدامات وکړي.
په ورکشاپ کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس، شيخ سعیدالرحمن بغلاني، د علمای کرامو په استازيتوب خبرې وکړې. نوموړي د دین له نظره د چاپېریال ساتنې پر ارزښت او د علماو پر مسؤلیت ټینګار وکړ.
همداراز، د رها موسسې مرستیال انجنیر عزت‌الله صدیقي د افغانستان د چاپېریالي وضعیت د ارزونې راپور د تخنیکي جوړښت، هدفونو او معلوماتو د راټولولو پروسې په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل. نوموړي وویل چې یاد راپور به د اقلیمي بدلون پالیسیو جوړولو، تصمیم نیونې او د انطباقي پروګرامونو لپاره مهم بنسټیز سند وي.


د ورکشاپ په پای کې د رها موسسې له لوري یو لړ تخنیکي او علمي پرزنتېشنونه هم وړاندې شول، چې پکې د علماو د نظرونو د اخیستو او د چاپېریال د اصلاح لارې مطرح شوي وې.

Jun 30, 2025

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021