logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د ښکار د مخنیوي کمپاین پر دوام ۳ولایتونو کې یو شمېر الوتونکي ازاد شول
خوست او ننګرهار کې د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
لغمان کې ۱۵۰وزره مختلف او کمیابه مرغان د ښکاریانو له منګولو خلاص او ازاد شول
خوست او غزني کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
په پروان او لغمان کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
په خوست، زابل او پکتیکا کې د یو شمېر فعالیتونو چاپیریالي ارزونه ترسره شوه
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د اوبو د ارزښت او مدیریت په هکله یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
هلمند او خوست کې د یو شمېر خصوصي کلینیکونو او درملتونونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
راځئ چې خپل ماشومان په کوچنیوالي کې چاپېریال ساتنې ته وهڅوو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د ښکار د مخنیوي، طبیعي منابعو د اهمیت او چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو امنیتي ځواکونو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

slider-image

۱۴۴۷ کال د محرم ۷مه ‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍/ میدان وردګ
د میدان وردگو ولایت د چاپېریال ساتنې رئیس مولوي الله محمد ذاکر په مشرۍ د عامه پوهاوي ټیم له خوا د یاد ولایت ښونیز او روزنیز مرکز (۷۰۰) تنو پولیسو ته د ښکار د مخنیوي، طبیعي منابعو د اهمیت او مختلفو چاپېریالي مسایلو په هکله د یو ورځني رزونیز ورکشاپ په لړ کې عامه پوهاوی ورکړل شو.


د روزنیز ورکشاپ په لړ کې د قرانکریم مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته د میدان وردګو ولایت د چاپیریال ساتنې رئیس مولوي الله محمد ذاکر د چاپېریال ساتنې، ښکار د مخنیوي او طبیعي منابعو د اهمیت په اړه وینا وکړه او طبیعي منابع یې د هیواد ملي شتمني یاده کړه چې باید ساتنه یې وشي.


همداراز نوموړي یادونه وکړه چې د اسلامې امارت ساتونکي مکلف دي چې د هیواد په هرځای کې د وحشي ژویو د قاچاق، ښکار د مخنیوي او طبیعي منابعو د ساتنې په برخه کې خپل ملي مسولیت ادا کړی، دغه راز د چاپېریال ساتنې رئیس زیاته کړه چاپیریال ساتنه او پالنه د ټولني د ټولو وګړو دینی، ایماني او وجداني دنده او مسولیت دی چې باید ادا یې کړي، همدارنګه نوموړي د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام (۱۱۴)ګڼه هدایت چې د وحشي ژوو د ښکار د مخنیوي په اړه صادر شوی و، له ګډونوالو سره شریک کړ او پر ساتونکو یې غږ وکړ چې د وحشی حیواناتو او مرغانو ښکار، قاچاق او طبیعي منابعو په ساتنه کې کوټلي ګامونه واخلي.
د ورکشاپ په لړ کې د چاپېریال ساتنې ریاست د طبیعي میراثونو عمومي مدیر له لوري د طبیعي منابعو، وحشي ژوو او مرغانو د اهمیت، ښکار او قاچاق د مخنیوي او مهمو چاپېریالي مسایلو په هکله معلوماتي پرزنټېشن وړاندې شو، همدارنګه پاتې دې نه وي چې په یادو ساتونکو باندې چاپیریالي پیغامونه چې د چاپیریال ساتنې، طبیعې منابعو اهمیت او د ښکار مخنیوی پکې بیان شوی وو، وویشل شول.


دغه راز دمیدان وردګو ولایت دچاپیریال ساتنی ریاست  پر ټولو امنیتي مسوولینو غږ کوي چې د وحشي ژوو، کبانو او مرغانو د ښکار او قاچاق په مخنیوي کې خپل مسوولیت ادا کړي او له دې ریاست سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

Jul 3, 2025

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021