logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

چاپېریال ساتنه د ټولو هېوادوالو دیني مسوولیت دی
د چاپېریالي چارو مفتشین مرکز او ولایتونو کې په دوامداره توګه له هر ډول فعالیتونو څارنه کوي
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د جاپان له سفیر سره وکتل
سلګونو زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو
د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس COP-30 په تړاو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې اعلامیه
خوست او جوزجان کې زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو
ولایتونو کې د چاپېریالي اصولو د تطبیق په موخه څارنه کیږي
په خوست کې د قرطبه روضة القرآن لېسې زده‌کوونکو ته د چاپېريال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
د چاپېریالي چارو مفتشینو له‌خوا ولایتونو کې مختلف فعالیتونه ترسره شوي دي
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

په پکتیا کې د سویل ختیځ زون د چاپیریالي وضعیت ارزونې مشورتي ورکشاپ رسما پیل شو

slider-image

١٤٤٧کال د صفرالمظفر ٢٦مه/ پکتیا
د چاپیریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس الحاج مولوي مطیع‌الحق خالص او ورسره پلاوي د پکتیا ولایت مرکز ګردېز کې د سویل ختیځ زون د چاپیریالي وضعیت د ارزونې په مشورتي ورکشاپ کې ګډون وکړ او ياد ورکشاپ يې رسما پرانیست.
دغه ورکشاپ د پکتیا ولایت د مرستیال والي، د خوست، پکتیکا، غزني او پکتیا ولایتونو د بېلابېلو امارتي ادارو د استازو په ګډون د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.


په پیل کې د پکتیا د چاپیریال ساتنې رئیس مولوي عبدالهادي هدایت د ښه راغلاست وینا وکړه او د دې ولایت د چاپیریالي وضعیت په اړه یې خبرې وکړې. وروسته د پکتیا ولایت مرستیال شیخ انعام‌الله صلاح‌الدین د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د هڅو ستاینه وکړه او له دې ادارې سره یې د پلانونو او پروګرامونو په تطبیق کې د بشپړي همکارۍ ډاډ ورکړ.


د چاپیریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع‌الحق خالص د ورکشاپ د پرانيستي او د هېواد د چاپېریالي وضعیت په تړاو هر اړخیزه وینا وکړه. نوموړي چاپیریال ساتنه د ټولو هېوادوالو ګډ ایماني او ملي مسؤلیت وباله او زیاته یې کړه چې سالم چاپیریال د ژوند د دوام او د زرغون افغانستان لپاره حیاتي اهمیت لري.


ښاغلي خالص د طبیعي منابعو ساتنې، د اوبو د ضایع کېدو د مخنیوي، د هوا د ککړتیا د کمولو او د اقلیمي بدلون پر وړاندې د اغېزمنو اقداماتو پر اړتیا ټینګار وکړ. هغه وویل چې د امنیت د ټینګښت په نتیجه کې د چاپیریال د ابادۍ لپاره مناسب شرایط رامنځته شوي او اوسمهال د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د مهمو برنامو او پروژو عملي کېدو ته بهتره زمینه مساعده شوې ده.


د چاپیریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس زیاته کړه افغانستان د طبیعي منابعو له پلوه بډای هېواد دی، خو د تېرو جګړو، د نفوس زیاتوالي او د اقلیمي بدلون له امله د هوا ککړتیا، د ځنګلونو له منځه تګ، د اوبو کموالی او د ځمکو تخریب هغه ستونزې دي چې د خلکو پر ژوند یې منفي اغېز کړی دی.

ښاغلي خالص د نړیوالو همکاریو او مرستو یادونه هم وکړه او ویې ویل: "افغانستان د اقلیمي بدلون له امله ډېر زیان لیدلی، نو نړیواله ټولنه او د چاپیریال اړوند موسسې باید له موږ سره خپلې مرستې او همکارۍ لا پیاوړې کړي، څو وکولای شو د چاپیریالي ستونزو پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړو."
عمومي رئيس د رها موسسې له همکاریو څخه مننه وکړه او د NDC سند په جوړولو کې د ټولنې د بېلابېلو قشرونو ګډون ارزښتناک وباله.


د ورکشاپ په دوام د رها موسسې مرستیال عزت‌الله صدیقي د سویل ختیځ زون د چاپیریالي وضعیت ارزونې په تړاو جوړ شوی پرزنټېشن وړاندې کړ.
د یادونې وړ ده چې په پکتیا ولایت کې د لومړي ځل لپاره د سویل ختیځ زون په کچه د چاپیریالي وضعیت د ارزونې مشورتي ورکشاپ ترسره کېږي چې د دوو ورځو لپاره به دوام ولري.

Aug 20, 2025

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021