logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د ښکار د مخنیوي کمپاین پر دوام ۳ولایتونو کې یو شمېر الوتونکي ازاد شول
خوست او ننګرهار کې د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
لغمان کې ۱۵۰وزره مختلف او کمیابه مرغان د ښکاریانو له منګولو خلاص او ازاد شول
خوست او غزني کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
په پروان او لغمان کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
په خوست، زابل او پکتیکا کې د یو شمېر فعالیتونو چاپیریالي ارزونه ترسره شوه
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د اوبو د ارزښت او مدیریت په هکله یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
هلمند او خوست کې د یو شمېر خصوصي کلینیکونو او درملتونونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
راځئ چې خپل ماشومان په کوچنیوالي کې چاپېریال ساتنې ته وهڅوو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د افغانستان پلاوی د لومړي ځل لپاره د شاهین د ساتنې نړیوال فورم کې د ګډون په موخه روسیې ته په سفر لاړ

slider-image

١٤٤٧کال د ربیع الاول ٨مه/ولادیوستوک، روسیه
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع‌الحق خالص د یوه پلاوي په مشرۍ روسیې ته په سفر لاړ، څو د ښکار کوونکو مارغانو د ساتنې او روزنې په تړاو د شاهین د ساتنې په دریم «نړیوال فورم» کې برخه واخلي. دا لومړی ځل دی چې افغانستان ته په یاد نړیوال فورم کې د ګډون لپاره رسمي بلنه ورکړل شوې ده.
دغه نړیوال فورم د سپتمبر له ٣مې څخه تر ٦مې پورې د روسیې د ولادیوستوک ښار په فار ایسټرن فدرال پوهنتون کې ترسره کېږي. یاد فورم د روسیې د ولسمشر د لارښوونې پر بنسټ په ٢٠٢٣ کال کې د نادرو مارغانو د ساتنې او د ښکاري مارغانو د نسل د ورکېدو د مخنیوي لپاره جوړ شوی دی.
په دې درېیم « نړیوال فورم» کې د ګڼو هېوادونو د چاپېریال ساتنې ادارو استازي، د طبیعت د ساتنې نړیوالې اتحادیې غړي، د څېړنیزو مرکزونو متخصصین او د ایکو-توریزم فعالان ګډون لري. د فورم د اجنډا مهم ټکي د نادرو ښکاري مارغانو د ساتنې لارې چارې، د طبیعي نفوسو د بیا احیا اغېزمنې طریقې، د روزنې او بیا رغاونې مرکزونو د تجربو شریکول، د غیر قانوني ښکار د مخنیوي تدابیر، د نوې ټیکنالوژۍ کارونه، د عامه پوهاوي لوړول او د ایکو-توریزم وده.
سږکال به په دغه نړیوال فورم کې د «شاهین مارغانو نړیوال لیلام» هم ترسره شي چې د هغې عواید به د شاهین کورنۍ د بیا راژوندي کولو او د ساتنې مرکزونو، علمي څېړنو او اکولوژیکي ګرځندوی د پراختیا لپاره ځانګړي شي.
افغان پلاوی به په غونډه کې د افغانستان د نادرو مارغانو د اوسني وضعیت، د هغوی د ساتنې لپاره د دولت او اړوندو ادارو د تدابیرو او راتلونکو عملي پروګرامونو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړي. د پلاوي ګډون به دا زمینه برابره کړي چې افغانستان د نورو هېوادونو له بریالیو تجربو ګټه واخلي او په ځانګړې توګه د شاهین د ساتنې او د هغوی د روزنې فرهنګ ته لا نور پام وکړي.
باید وویل شي چې د تېرو دوه فورمونو په پایله کې د روسیې، چین، قرغزستان، قزاقستان، منګولیا، متحده عربي اماراتو، بحرین او قطر ترمنځ د «سپین شاهین» د نفوس د ساتنې په اړه ګډه اعلامیه لاسلیک شوې وه.
شاهین د افغانستان د طبیعي شتمنیو له مهمو سمبولونو څخه دی او په اسلامي نړۍ کې ځانګړی ارزښت لري. له همدې امله د افغانستان د پلاوي ګډون په دغه نړیواله غونډه کې د هېواد لپاره یو مهم ډیپلوماتیک او چاپېریالي ګام ګڼل کېږي.

Sep 2, 2025

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021