logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د ښکار د مخنیوي کمپاین پر دوام ۳ولایتونو کې یو شمېر الوتونکي ازاد شول
خوست او ننګرهار کې د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
لغمان کې ۱۵۰وزره مختلف او کمیابه مرغان د ښکاریانو له منګولو خلاص او ازاد شول
خوست او غزني کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
په پروان او لغمان کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
په خوست، زابل او پکتیکا کې د یو شمېر فعالیتونو چاپیریالي ارزونه ترسره شوه
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د اوبو د ارزښت او مدیریت په هکله یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
هلمند او خوست کې د یو شمېر خصوصي کلینیکونو او درملتونونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
راځئ چې خپل ماشومان په کوچنیوالي کې چاپېریال ساتنې ته وهڅوو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس او ورسره پلاوي د لومړي ځل لپاره د شاهین د ساتنې نړیوال فورم کې ګډون او وینا وکړه

slider-image

١٤٤٧کال د ربیع الاول ١٠مه/ولادیوستوک، روسیه
نن د روسیې په ولادیوستوک ښار کې د شاهین د ساتنې درېیم نړیوال فورم په رسمي ډول پرانیستل شو. په دغه نړیواله غونډه کې د افغانستان پلاوي د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د عمومي رئیس مولوي مطیع‌الحق خالص په مشرۍ ګډون وکړ.
یاد فورم چې د سپتمبر له ۳مې تر ۶مې پورې د فار ایسټرن فدرال پوهنتون کې ترسره کېږي، د روسیې د ولسمشر د لارښوونې پر بنسټ په ۲۰۲۳ کال کې د ښکار کوونکو نادرو مارغانو د ساتنې او د نسل د ورکېدو د مخنیوي په موخه جوړ شوی دی.
په دې درېیم نړیوال فورم کې د ګڼو هېوادونو د چاپېریال ساتنې ادارو استازي، د طبیعت د ساتنې نړیوالې اتحادیې غړي، د څېړنیزو مرکزونو متخصصین او د ایکو-توریزم فعالان ګډون لري. د اجنډا مهم ټکي پکې د نادرو ښکار کوونکو مارغانو د ساتنې لارې چارې، د طبیعي نفوسونو د بیا احیا میتودونه، د روزنې او بیا رغاونې مرکزونو تجربې، د غیرقانوني ښکار د مخنیوي تدابیر، د نوې ټکنالوژۍ ګټې، عامه پوهاوی او د ایکو-توریزم پراختیا شامل ده.


په دې غونډه کې د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئيس د هېواد د نادرو مارغانو د اوسني وضعیت، د دولت او اړوندو ادارو د تدابیرو او د راتلونکو عملي پروګرامونو په اړه وینا وکړه.
 
نوموړي څرګنده کړه: افغانستان د ډېرو نادرو مارغانو طبیعي ټاټوبی دی. دغه مارغان زموږ د فرهنګي ارزښتونو یوه برخه ده او په اسلامي نړۍ کې ځانګړی ځای لري. د هغوی ساتنه یوازې چاپېریالي اړتیا نه، بلکې زموږ د دیني، فرهنګي او انساني مسؤلیت یوه مهمه برخه هم ده.
ښاغلي خالص زیاته کړه: اسلامي امارت باور لري چې د طبیعي شتمنیو ساتنه د نسلونو پر وړاندې زموږ د ټولو ګډ مسؤولیت دی، له همدې امله موږ په دې برخه کې د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره بشپړي همکارۍ ته چمتو یو.
عمومي رئيس د افغانستان د ملي ستراتیژیک پلان او د ژوند بڼو ملي ستراتیژۍ (NBSAP) د جوړېدو یادونه هم وکړه او وویل چې دا به د طبیعي شتمنیو د ساتنې، د ایکو-توریزم د ودې او د چاپېریالي ارزښتونو د بېرته راژوندي کولو لپاره یو عملي چوکاټ برابر کړي.
مولوي مطیع‌الحق خالص په پای کې د نړیوالو ګډونوالو نه وغوښتل چې د ښکار کوونکو مارغانو د ساتنې په برخه کې ګډ کار ته دوام ورکړي او د غیرقانوني ښکار د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
سږکال په دغه نړیوال فورم کې د "شاهین مارغانو نړیوال لیلام" هم ترسره کېږي چې عواید به یې د شاهین کورنۍ د ساتنې مرکزونو، علمي څېړنو او د اکولوژیکي ګرځندوی د ودې لپاره ځانګړي شي.
د افغانستان د پلاوي ګډون په دغه نړیوال فورم کې د هېواد لپاره یو ارزښتناک ډیپلوماتیک او چاپېریالي ګام ګڼل کېږي، ځکه شاهین د افغانستان د طبیعي شتمنیو له مهمو سمبولونو څخه دی او په اسلامي نړۍ کې ځانګړی ارزښت لري.

Sep 3, 2025

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021