logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د ښکار د مخنیوي کمپاین پر دوام ۳ولایتونو کې یو شمېر الوتونکي ازاد شول
خوست او ننګرهار کې د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
لغمان کې ۱۵۰وزره مختلف او کمیابه مرغان د ښکاریانو له منګولو خلاص او ازاد شول
خوست او غزني کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
په پروان او لغمان کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
په خوست، زابل او پکتیکا کې د یو شمېر فعالیتونو چاپیریالي ارزونه ترسره شوه
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د اوبو د ارزښت او مدیریت په هکله یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
هلمند او خوست کې د یو شمېر خصوصي کلینیکونو او درملتونونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
راځئ چې خپل ماشومان په کوچنیوالي کې چاپېریال ساتنې ته وهڅوو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت د ارزونې په هکله محصلینو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

slider-image

۱۴۴۷ کال د ربیع الاول ۱۵/ ننګرهار
د ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست له لوري د علمي زده‌کړو د پراختیا او د محصلینو د ظرفیت لوړونې په موخه د روښان پوهنتون محصلینو ته د چاپېریال په برخه کې  عملي روزنیز پروګرام ترسره کړ، ترڅو هغوی له نږدې د چاپېریالي چارو عملي اړخونه وپیژني او مسلکي تجربې ترلاسه کړي.
په دې روزنیز پروګرام کې محصلین د جلال‌ آباد ښار اړوند یو شمېر تولیدي فابریکو ته بوتلل شول؛ ترڅو له نږدې د فابریکو د تولیدي بهیر، د چاپېریالي اغېزو د ارزونې او د ککړتیا د کنټرول له میتودونو سره آشنا شي.


همداراز د چاپېریال ساتنې ریاست مسلکي کارکوونکو محصلینو ته د ساحوي څارنې، تفتیش، چاپېریالي قوانینو، شرایطو، ارزونې او د عملي فعالیتونو اړوند تفصیلي معلومات او عملي لارې چارې ور وښودلي.
 
د روښان پوهنتون محصلینو د یادې علمي برنامې له ښه تنظیم او پلي کېدو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې دا ډول علمي او عملي همکاري نه یوازې د محصلینو عملي تجربې زیاتوي، بلکې د علمي بنسټونو او دولتي ادارو ترمنځ اړیکې هم پیاوړې کوي.


د یادونې وړ ده، چې د ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست او د روښان پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم‌لیک له وړاندې لاسلیک شوی؛ همداراز له دې عملي برنامې وړاندې د ریاست له لوري محصلینو ته نظري زده کړې هم ورکړل شوې دي چې له مخې یې د عامه پوهاوي، د ځنګلونو د ارزښت، د ګازونو د اغېزو، چاپېریال قانون او چاپېریالي شرایطو په اړه مفصل معلومات ورکړل شوي دي.


 
د ننګرهار د چاپېریال ساتنې ریاست وياړي چې  محصلینو ته عملي زده کړې برابروي، ترڅو د هغوی د عامه پوهاوي کچه لوړه شي او ځوانان له چاپېریالي چارو سره مسلکي تجربه ترلاسه کړي.

Sep 8, 2025

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021