logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

چاپېریال ساتنه د ټولو هېوادوالو دیني مسوولیت دی
د چاپېریالي چارو مفتشین مرکز او ولایتونو کې په دوامداره توګه له هر ډول فعالیتونو څارنه کوي
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د جاپان له سفیر سره وکتل
سلګونو زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو
د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس COP-30 په تړاو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې اعلامیه
خوست او جوزجان کې زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو
ولایتونو کې د چاپېریالي اصولو د تطبیق په موخه څارنه کیږي
په خوست کې د قرطبه روضة القرآن لېسې زده‌کوونکو ته د چاپېريال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
د چاپېریالي چارو مفتشینو له‌خوا ولایتونو کې مختلف فعالیتونه ترسره شوي دي
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د واورین پړانګ د ساتنې په اړه سپين غر پوهنتون کې د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

slider-image

۱۴۴۷ کال د جمادي الاول ۵مه/ ننګرهار
د ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست له لوري د سپين غر پوهنتون محصلینو، استادانو او اداري کارکوونکو لپاره د واورین پړانګ  په اړه د عامه پوهاوي غونډه جوړه شوه.
‎‎
په دې غونډه کې د سپين غر پوهنتون مرستيال، د علمي او ادارې چارو مرستيالانو، استادانو، اداري کارمندانو او محصلینو ګډون کړی و. د غونډې پر مهال د واورین پړانګ د له منځه تلو عمده ګواښونو، د دې ژوي د بقا او ستونزو، او د وحشي ژوو د ساتنې په برخه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د کړنو په اړه مفصل معلوماتي پریزنټیشنونه وړاندې شول.
د ننګرهار د چاپېریال ساتنې ریاست مسؤلینو ګډونوالو ته معلومات ورکړل چې واورین پړانګ د افغانستان د غرنیو سیمو یو نادر، ښکلی او ارزښتناک ژوی دی، چې نسل یې د ورکیدا له ګواښ سره مخ دی.
دغه ژوی د ښکار، ناقانونه قاچاق ،سوداګرۍ، اقلیم بدلون، جګړو او د خلکو د عامه پوهاوي د ټیټې کچې له امله زیانمن شوی او د بقا په جدي خطر کې دی.
‎‎
واورین پړانګ نه یوازې د افغانستان د طبیعي میراث برخه ده، بلکې د ده شتون د چاپېریالي توازن او د غرنیو اکوسیستمونو د ثبات لپاره ډېر مهم دی.


‎
دغه ژوی د اقتصادي، تحقيقي، طبي او ایکولوژيکي ارزښتونو له مخې ځانګړی اهمیت لري او د غرنیو سیمو د حیاتي تنوع د ساتنې یو مهم عنصر ګڼل کېږي
‎‎
دا ژوی یوازې په څو آسیایي هېوادونو کې شته او افغانستان یې د استوګنې څخه دی. د دې ژوي ساتنه یوازې د دولتي ادارو دنده نه ده، بلکې د هر وګړي اخلاقي او چاپېریالي مسؤلیت هم ګڼل کېږي.


په پای کې د ننګرهار چاپېریال ساتنې ریاست له ګډونوالو وغوښتل چې د چاپېریال ساتنې او نادرو ژوو د خوندیتوب په اړه عامه پوهاوي ترسره کړي. د پوهنتون مسؤلینو د یاد ریاست له کارمندانو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د چاپېریالي پوهاوي په پیاوړتیا کې به خپل رول ادا کوي

Oct 27, 2025

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021