logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

چاپېریال ساتنه د ټولو هېوادوالو دیني مسوولیت دی
د چاپېریالي چارو مفتشین مرکز او ولایتونو کې په دوامداره توګه له هر ډول فعالیتونو څارنه کوي
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د جاپان له سفیر سره وکتل
سلګونو زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو
د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس COP-30 په تړاو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې اعلامیه
خوست او جوزجان کې زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو
ولایتونو کې د چاپېریالي اصولو د تطبیق په موخه څارنه کیږي
په خوست کې د قرطبه روضة القرآن لېسې زده‌کوونکو ته د چاپېريال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
د چاپېریالي چارو مفتشینو له‌خوا ولایتونو کې مختلف فعالیتونه ترسره شوي دي
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

" افغانستان د کاپ ۳۰ اقليمي ناستې پر لور " تر عنوان لاندې د چمتووالي تدابیري غونډه وشوه

slider-image

۱۴۴۶ کال د جمادي الاول ۸مه/ کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري د اړيکو دفتر (TLO) په همکارۍ نن پنج‌شنبه د ۱۴۰۴کال د لړم په ۸مه نېټه کابل سټار هوټل کې (افغانستان د کاپ ۳۰ اقليمي ناستې پر لور) تر عنوان لاندې د چمتووالي تدابیري غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئيس مولوي مطیع‌الحق خالص، د بېلابېلو امارتي ادارو مسوولینو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (يوناما) او اروپايي اتحاديې استازو، ملي او نړۍوالو مؤسسو مسوولینو، د پوهنتونونو استادانو، متخصصينو او د رسنیو استازو ګډون کړی وو.
غونډه د قران عظیم الشان مبارکو اياتونو په تلاوت پيل شوه ورپسې د (TLO) مؤسسې مرستيال انجنير عبدالرحيم خرم ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه، د غونډې د جوړېدو په هکله يې خبرې وکړې او هيله يې وښوده چې COP-30نړيوال کنفرانس ته تلونکی افغان پلاوی به په پوره چمتووالي او همغږۍ سره په ياد کنفرانس کې ګډون کوي.


د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطيع الحق خالص د افغانستان د چاپېريالي وضعيت او اقليمي بدلون د اضرارو په تړاو خبرې وکړې
.
نوموړي په خپلو خبرو کې وويل: افغانستان د نړۍوالو صنعتي هېوادونو د بې رويې فعاليتونو له کبله د اقليمي بدلون څخه زيات متضرر شوی چې د ناڅاپي سېلابونو، بې وخته ورښتونو، وچکالي، د تودوخې درجې لوړيدل او د داخلي مهاجرتونو زياتېدل يې ښکاره بېلګې دي
.


ښاغلي خالص وويل: موږ هڅه کوو چې په
COP-30 کنفرانس کې ګډون وکړو او خپل غږ تر نړۍوالو ورسوو، ده ياد کنفرانس ته د تلونکي پلاوي څخه وغوښتل چې د افغانستان چاپيريالي ستونزې باید په مشترک، متحد او يوه واحد غږ تر نړۍوالو ورسوي.


د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس وویل: نړۍوال بايد افغانستان د نړۍ برخه وګڼي، چاپېريالي موضوعات دې نه سياسي کوي، له افغانستان سره دې امتيازي سلوک نه کوي او د افغانانو حقوق دې ورکړي
.


عمومي رئیس پر نړيوالو غږ وکړ چې د افغانستان ځنډول شوې چاپېريالي پروژې ژر تر ژره له تعليق څخه وباسي؛ افغانستان بايد د اقليمي بدلون نړيوالو مالي صندوقونو ته لاسرسی ومومي؛ په نړۍوالو چاپېريالي غونډو کې بايد افغانستان ته د ګډون بلنه ورکړل شي او همداراز نړۍوال بايد د افغانانو چاپېريالي ستونزو ته د رسېدو په برخه کې خپل مسووليت ادا کړي
.
په افغانستان کې د اروپايي اتحاديې د سیاسي برخې مشر هم د اقليمي بدلون د زيانونو په تړاو خبرې وکړې او په دې برخه کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړ
.
ورپسې د دې ادارې د اقليمي بدلون رئیس انجنیر روح الله امين کاپ
۳۰ غونډې ته د تلونکي پلاوي د چمتووالي او مسووليتونو په تړاو هر اړخيز معلوماتي پرزنتيشن وړاندې کړ.


د غونډې په لړ کې د امارتي ادارو، نړيوالو او ملي مؤسسو او همداراز ځوانانو په استازيتوب څو تنو متخصصينو په کاپ‌
۳۰ غونډه کې د افغان پلاوي د ګډون د اهميت په هکله خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ چې افغانستان د اقليمي بدلون کنوانسيون د غړي په حيث مسلم حق لري چې په نړيوالو چاپېريالي غونډو کې ګډون وکړي. دوی ټولو غوښتنه وکړه چې چاپېريالي موضوعات بايد سياسي نه شي، ځکه د اقليمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه ولسونه زيانمن کيږي.
په پای کې د ګډونوالو له‌خوا هر اړخيز بحث تر سره شو او د يادې موضوع په تړاو يې خپل وړانديزونه او نظرونه شریک کړل
.

Oct 30, 2025

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021