logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

چاپېریال ساتنه د ټولو هېوادوالو دیني مسوولیت دی
د چاپېریالي چارو مفتشین مرکز او ولایتونو کې په دوامداره توګه له هر ډول فعالیتونو څارنه کوي
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د جاپان له سفیر سره وکتل
سلګونو زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو
د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس COP-30 په تړاو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې اعلامیه
خوست او جوزجان کې زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو
ولایتونو کې د چاپېریالي اصولو د تطبیق په موخه څارنه کیږي
په خوست کې د قرطبه روضة القرآن لېسې زده‌کوونکو ته د چاپېريال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
د چاپېریالي چارو مفتشینو له‌خوا ولایتونو کې مختلف فعالیتونه ترسره شوي دي
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس COP-30 په تړاو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې اعلامیه

slider-image

د چاپیریال ساتنې ملي اداره د افغانستان اسلامي امارت او ملت په استازیتوب ژوره اندېښنه څرګندوي او اعلانوي چې افغانستان د اقلیمي بدلون پر وړاندې له سختو زیانونو سره مخ دی، خو متاسفانه د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنوانسیون (UNFCCC) لخوا د اقلیمي بدلون کنفرانس (COP-30) کې چې په برازیل هېواد کې ترسره کېږي، رسمي بلنه نه ده ورکړل شوې.
اقلیمي بدلون یوه نړیواله پدیده ده چې سرحد نه پېژني او اغېزې یې هم تر یوې مشخصي سیمي او جغرافیې پوري محدودي نه وي، د اقلیمي بدلون د طبیعي عواملو ترڅنګ صنعتي او پرمختللي هېوادونه چې د شین کوړیزو ګازونو د انتشار مسیر یې طی کړی او اقتصادي وده یې کړې، د اقلیمي بدلون اصلي عامل بلل کیږي او تر ټولو زیات اغیز یې پر کمزورو او لږ پرمختللو هېوادونو لکه افغانستان باندې پرېوتی
.
افغانستان په نړۍ کې شپږم هېواد دی چې د اقلیمي بدلون د منفي اغیزو څخه زیات متأثره شوی دی. زموږ خلک له وچکالۍ، سیلابونو، د یخچالونو ویلي کېدو، ځمک ښوییدنې، د کرنیزو محصولاتو کمښت، د ژوند بڼو له منځه تلو او د اقلیمي بدلون له امله له جبري کډوالۍ سره مخ دي. سربېره پر دې وچ او نیمه وچ اقلیم، ځانګړې توپوګرافي، د طبیعي پېښو زیاتوالی، څلورلسیزې تپل شوي جګړې او د بیلابیلو وسلو او د کیمیاوي موادو استعمال هم زموږ چاپېریال ته سخته صدمه رسولې او د اقلیمې بدلون او طبیعي پیښو د رامنځته کېدو باعث شوی دی
.
د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د ملي او نړیوالو موسسو او اړوند نهادونو سره په همغږۍ، د افغانستان د پلاوي د ګډون لپاره د یوه همغږي میکانیزم د رامنځته کولو او د لار نقشې د جوړولو په برخه کې بشپړ چمتووالی درلود تر څو په دې نړیوال کنفرانس کې د اقلیمي بدلون له امله د افغانستان د خلکو د متاثره کېدو، د افغانانو چاپیریالي حقونو ته د پاملرنې او له نړیوالو مالي مرستو څخه د افغانانو د محرومیت غږ پورته کړي؛ خو د افغانستان خلکو ته په دې کنفرانس کې د ګډون حق نه ورکول د اقلیمي عدالت، نړیوالې همکارۍ او بشري پیوستون خلاف عمل دی
.
افغانستان د اقلیم بدلون د نړیوال کنوانسیون او د پاریس تړون د اهدافو په اړه خپلو تعهداتو ته ژمن دی. ولي په دې کنفرانس کې د افغان پلاوي نه ګډون ښایې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنوانسیون او د پاریس تړون سره د افغانستان د اهدافو او مکلفیتونو په تطبيق کې منفي اغیز ولري
.
دا هم باید یادونه وشي چې افغانستان په دې وروستیو کې د اقلیمي بدلون د نړیوال مالي صندوق له ملاتړ څخه پرته، د اړوند ادارو په همکارۍ د ملي مشارکت سند
(NDC-02) جوړ کړی، د کیګالي تعدیلاتو طرحه یې تصویب کړې او د اقلیمي بدلون ملي ستراتیژي تکمیل شوې ده؛ همدارنګه د پاریس تړون پر اساس د افغانستان د درېم ملي مشارکت سند (NDC-03) د تکمیلېدو پروسه روانه ده.
موږ د ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې او اړوندو بنسټونو څخه غوښتنه کوو چې د افغانستان مشروع حقوق وپيژني او د دې هیواد استازو ته په داسې نړیوالو کنفرانسونو او غونډو کې د ګډون زمینه برابره کړي، تر څو د اقلیمي بدلون له امله د میلیونونو افغانانو غږ نړۍ ته ورسیږي
.
په دې او دې ته ورته نړیوالو ناستو او کنفرانسونو کې د افغان پلاوي نه دعوت دا ثابته کړه چې ملګري ملتونه د اقلیمي بدلون په برخه کې د افغانانو د حقونو په تامین کې نړیوال عدالت نه رعایتوي. افغانانو حق درلود چې په دې نړیواله ناسته کې یې حضور لرلی اوهلته یې د خپلو حقوقو د لاسته راوړلو په موخه غږ پورته کړی وای
.
افغانستان یو ځل بیاهم د اقلیمي عدالت، نړیوالې همکارۍ او په دې برخه کې د نړیوالو اصولو پر تامین ټینګار کوي او د اقلیمي بدلون پر وړاندې په نړیوالو هڅو کې د فعاله ونډې اخیستو لپاره تیار دی
.
د ا.ا.ا چاپېریال ساتنې ملي اداره

Nov 9, 2025

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021