• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

میدان وردګو کې د مرمر ډبرو د استخراج شرکت د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
خوست کې د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د آسمايي غره د زرغونتیا په تړاو د جوړې شوې کمېټې ترسره شوي اجرات و ارزول شول
د هېواد ١٠٠ تنه خبریالانو ته د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون په تړاو روزنیز پروګرام په لاره واچول شو
د سمسورتیا د پراختیا په پار د میدان وردګو تنګي سیمه کې سلګونه نیالګي کېنول شول
په یو شمېر ولایتونو کې سلګونو زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې عامه پوهاوی ورکړل شو
خوست کې محصلین او زده‌کوونکي چاپېریال ساتنې ته وهڅول شول
خوست او فراه کې د مختلفو فعالیتونو چاپېریالي ارزونه ترسره شوه
ولایتونو کې د عامه پوهاوي برنامو په ګډون یو شمېر فعالیتونه ترسره شول
کندهار کې د غرنۍ وحشي بزې بچی د ښکاریانو له منګلولو وژغورل شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او (EPTDO) موسسې ترمنځ د پروژې د تطبیق په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک شو

slider-image

١٤٤٧کال د رجب المرجب ٢٠مه/ کابل
د اقلیمي بدلون اړوند چاپېریالي پروژې تطبیق په موخه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او (EPTDO) موسسې ترمنځ د ۱۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو.
یاد تفاهم لیک د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص او د (EPTDO) موسسې د مشر عبدالهادي اڅکزي ترمنځ د ۱۴۴۶ هـ ق کال د رجب المرجب په ۲۰مه نېټه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په مرکزي دفتر کې لاسلیک شو.


د تفاهم لیک د لاسلیک پر مهال د (EPTDO) موسسې مشر عبدالهادي اڅکزي وویل چې دا پروژه به د پلان له مخې په بشپړه شفافیت، مسؤلیت‌پذیرۍ او تخنیکي معیارونو سره عملي شي، تر څو عملي پایلې ولري او ګټه یې په مستقیم ډول خلکو او ځايي ټولنو ته ورسېږي. نوموړي زیاته کړه چې د ټولنې فعاله ونډه، عامه پوهاوی او د خلکو همکاري د پروژې د بریالیتوب مهم بنسټونه دي.


د دې تفاهم لیک له مخې د ټولنیزو خدماتو بسیج، عامه پوهاوی او د ټولنې د چمتووالي په برخه کې ګډ فعالیتونه ترسره کېږي. یاده پروژه چې د (۱۵۰٬۰۰۰) امریکایي ډالرو په ارزښت ده او د UNDP له لوري تمویلېږي، موخه یې د اقلیمي بدلون سره د سازښت، چاپېریالي ګواښونو په تړاو د خلکو او ټولنو د پوهاوي کچې او ظرفیت لوړول او همداراز د اړوندو معلوماتو او ارقامو راټولول دي.
پر همدې مهال د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص وویل اداره به د دې پروژې د تطبیق بهیر په جدي توګه وڅاري، څو یاده پروژه په سمه، اغېزمنه او هدفمنده توګه عملي شي او واقعي ګټه یې خلکو ته ورسېږي.


نوموړي ټینګار وکړ چې د چاپېریال ساتنې ملي اداره د اقلیمي بدلون پر وړاندې د خلکو د پوهاوي کچي لوړول او د ټولنو پیاوړتیا خپله ملي دنده ګڼي.
دا پروژه به د شپږو میاشتو په موده کې د بدخشان ولایت د ارګو او کشم ولسوالیو په حافظ مغول، ګندم قول او سرای مشهد کلیو کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې تر مستقیم نظارت لاندې عملي شي.


د چاپېریال ساتنې ملي اداره ژمنه ده چې د هېواد د چاپېریالي وضعیت د ښه والي په موخه به د ملي او نړیوالو بنسټونو په همکارۍ د اغېزناکو چاپېریالي پروژو د جلب او تطبیق هڅې لا پسې پراخې کړي.

Jan 10, 2026

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021