• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

میدان وردګو کې د مرمر ډبرو د استخراج شرکت د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
خوست کې د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د آسمايي غره د زرغونتیا په تړاو د جوړې شوې کمېټې ترسره شوي اجرات و ارزول شول
د هېواد ١٠٠ تنه خبریالانو ته د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون په تړاو روزنیز پروګرام په لاره واچول شو
د سمسورتیا د پراختیا په پار د میدان وردګو تنګي سیمه کې سلګونه نیالګي کېنول شول
په یو شمېر ولایتونو کې سلګونو زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې عامه پوهاوی ورکړل شو
خوست کې محصلین او زده‌کوونکي چاپېریال ساتنې ته وهڅول شول
خوست او فراه کې د مختلفو فعالیتونو چاپېریالي ارزونه ترسره شوه
ولایتونو کې د عامه پوهاوي برنامو په ګډون یو شمېر فعالیتونه ترسره شول
کندهار کې د غرنۍ وحشي بزې بچی د ښکاریانو له منګلولو وژغورل شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د هېواد ١٠٠ تنه خبریالانو ته د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون په تړاو روزنیز پروګرام په لاره واچول شو

slider-image

۱۴۴۷کال د شوال ۲۷مه/کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري د پیاوړتیا لوړولو، چاپېریال ساتنې او بشري مرستو (REHA) مؤسسې او ژورنالستانو اتحادیې په ګډه همکارۍ نن سه شنبه د ۱۴۰۵ کال د حمل میاشتې په ۲۵مه نېټه پارک سټار هوټل کې د رسنیو استازو او مسلکي کارکوونکو لپاره د اقلیم بدلون او چاپېریال ساتنې اړوند یو ورځنۍ ښوونیزه برنامه جوړه شوه.


د دې ښوونیزې برنامې د جوړیدو موخه د چاپېریالي موضوعاتو په تړاو د خبریالانو د ظرفیت لوړونه ده چې وکولی شي په خپلو  فعالیتونو کې چاپېریالي موضوعاتو ته لومړیتوب ورکړي او د چاپېریالي مسایلو په هکله د خلکو د عامه پوهاوي کچې لوړولو کې خپل مسوولیت ادا کړي.


په دې ښوونیزه برنامه کې به خبریالانو ته د چاپېریال ساتنې اساسي مفاهیم، د اقلیمي بدلونونو عوامل او اغېزې، د طبیعي سرچینو مدیریت، د ځنګلونو ارزښت، د ککړتیا ډولونه او د هغوی د مخنیوي لارې چارې او همدارنګه د چاپېریالي خبرونو د چمتو کولو مسلکي اصولو په تړاو هر اړخیز معلوماتي پرزنټېشنونه وړاندې شي.
په پیل کې د قران عظیم الشان مبارک ايتونه ولوستل شول ورپسې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس الحاج مولوي مطیع الحق خالص د ګډونوالو هرکلی وکړ د (رها) مؤسسې او ژورنالستانو ټولنې له رهبرۍ څخه یې مننه وکړه چې  د خبریالانو د عامه پوهاوي کچې لوړولو لپاره یې د چاپېریالي مسایلو په تړاو د ظرفيت لوړونې پروګرام په جوړولو کې له موږ سره همکاري وکړه.


عمومي رئیس په خپلو خبرو کې وویل: د الله تعالی شکر ادا کوم چې موږ ته یې یو ځل بیا دا فرصت را په برخه کړ چې د چاپېریال ساتنې په څېر د یوې حیاتي او بنسټیزي موضوع په اړه یوه علمي او مسلکي ناسته ترسره کړو. ده وویل: چاپېریال هغه ګډ میراث دی چې موږ ټول پکې ژوند کوو او زموږ د ژوند بقا ورسره تړلې ده. د سالم چاپېریال نشتوالی نه یوازې د انسان روغتیا ته زیان رسوي، بلکې د اقتصاد، کرنې، طبیعي سرچینو او ټولنیز ثبات پر ټولو برخو منفي اغېز کوي. له همدې امله د چاپېریال ساتنه یوازې د یوې ادارې مسئولیت نه دی، بلکې دا یو ملي، اسلامي او انساني مسئولیت دی چې هر وګړی، بنسټ او اداره باید پکې خپل رول ادا کړي.
ښاغلي خالص زیاته کړه چې په ننني عصر کې رسنۍ او ژورنالستان د ټولنې د سترګو، غوږونو او ژبې حیثیت لري. ستاسو قلم او غږ کولای شي چې عامه ذهنیتونه بدل کړي، خلکو ته پوهاوی ورکړي او هغوی د مثبتو بدلونونو پر لور وهڅوي. له همدې امله د چاپېریال ساتنې په برخه کې ستاسو رول تر بل هر وخت زیات مهم او حیاتي دی.ده زیاته کړه: نړۍ د اقلیمي بدلون له جدي ګواښ سره مخ ده، د تودوخې لوړوالی، وچکالۍ، بې وخته بارانونه، سېلابونه، د ځنګلونو له منځه تګ او د ژوند بڼو کمښت هغه ستونزې دي چې زموږ هېواد هم ترې سخت اغېزمن شوی دی.


نوموړي څرګنده کړه افغانستان یو له زیان‌منو هېوادونو څخه شمېرل کېږي، اړتیا لري چې د عامه پوهاوي، علمي تحلیل او دوامداره رسنیز کار له لارې د دې ستونزو پر وړاندې مبارزه وکړي.
عمومي رئیس زیاته کړه چې د چاپېریال ساتنې ملي اداره هڅه کوي له رسنیو سره خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي او ژورنالستانو ته هغه لازم مهارتونه او معلومات برابر کړي چې چاپېریالي موضوعات په سمه، مسلکي او اغېزمنه توګه تر پوښښ لاندې ونیسي چې نننۍ برنامه د همدې هڅو یوه برخه ده.


ښاغلي خالص ټینګار وکړ چې رسنۍ کولای شي د چاپېریالي او اقلیمي موضوعاتو اړوند پوهاوی په اغېزمنه توګه تر خلکو او ټولنې ورسوي او د ټولنې د چلند په بدلون کې بنسټیز رول ولوبوي. ده وویل: رسنۍ کولی شي د خپلو راپورونو، تحلیلونو، مستندو کیسو او خبرونو له لارې خلک وهڅوئ چې د ونو وهل بند کړي او د نیالګیو کېنولو ته مخه کړي؛ د اوبو له ضایع کېدو مخنیوی وکړي؛ د کثافاتو سم مدیریت ته پام وکړي؛ د وحشي ژوو او مرغانو ساتنه وکړي او په ټولیز ډول د چاپېریال ساتنې اصول په خپل ورځني ژوند کې عملي کړي.
عمومي رئیس ژمنه وکړه چې د چاپېریال ساتنې ملي اداره به راتلونکې کې هم د رسنیو ظرفیتونو د پیاوړتیا لپاره ښوونیزې برنامه جوړې کړې؛ ترڅو د چاپېریال ساتنې پیغام لا پراخ او اغېزمن خپور شي. نوموړي له رسنیو وغوښتل چې د ټولنې د خیر لپاره مثبت قدمونه واخلي، له امارتي ادارو سره په ګډه همغږۍ کار وکړي او د خپل وطن د آبادۍ او ترقۍ لپاره مثبت قدمونه واخلو.


د برنامې په لړ کې د رها مؤسسې مرستیال انجنیر عزت الله صدیقي او ژورنالستانو ټولنې مرستیال فرهاد بهروز هم د چاپېریال مسایلو په تړاو د خبریالانو او رسنیو د مسولیتونو او اغېزو په تړاو خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې دا د رسنیو مسوولیت دی چې خلک چاپېریال ساتنې ته وهڅوي او پخپلو کارونو کې چاپېریالي موضوعاتو ته لومړیتوب ورکړي.


د یادونې وړ ده چې د دغه روزنیز ورکشاپ په ترڅ کې به د چاپېریالي کارپوهانو او متخصصینو له لوري خبریالانو ته د اقليمي بدلون، نړيوالو چاپېریالي کنوانسیونونو، قوانينو، پرتوکولونو، ملي او نړيوالو بنسټونو د رول، اقليمي ارزونو، طرزالعلملونو، اقليمي بدلونونو په هکله ملي او نړيوالو مالي ميکانیزمونو، اقليمي بدلون حکومتولۍ، د اقليمي بدلون ساینس مفاهیمو او اهمو چاپېریالو موضوعاتو په هکله هر اړخیز معلوماتي پرزنټېشنونه  وړاندې شي.

Apr 14, 2026

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021