• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

میدان وردګو کې د مرمر ډبرو د استخراج شرکت د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
خوست کې د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د آسمايي غره د زرغونتیا په تړاو د جوړې شوې کمېټې ترسره شوي اجرات و ارزول شول
د هېواد ١٠٠ تنه خبریالانو ته د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون په تړاو روزنیز پروګرام په لاره واچول شو
د سمسورتیا د پراختیا په پار د میدان وردګو تنګي سیمه کې سلګونه نیالګي کېنول شول
په یو شمېر ولایتونو کې سلګونو زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې عامه پوهاوی ورکړل شو
خوست کې محصلین او زده‌کوونکي چاپېریال ساتنې ته وهڅول شول
خوست او فراه کې د مختلفو فعالیتونو چاپېریالي ارزونه ترسره شوه
ولایتونو کې د عامه پوهاوي برنامو په ګډون یو شمېر فعالیتونه ترسره شول
کندهار کې د غرنۍ وحشي بزې بچی د ښکاریانو له منګلولو وژغورل شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د آسمايي غره د زرغونتیا په تړاو د جوړې شوې کمېټې ترسره شوي اجرات و ارزول شول

slider-image

۱۴۴۷ کال د شوال ۲۸مه/ کابل
د کابل ښار آسمایي غره لمنو کې د نیالګیو کېنولو او سمسورتیا په تړاو د ریاست الوزراء عالي مقام د ۲۵۵۲ګڼه حکم د تطبیق په پار د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پالیسي او مسلکي معین مولوي ډاکټر زین العابدین عابد په مشرۍ د مؤظفې کمېټې غونډه وشوه.
یاده غونډه نن چهارشنبه د ۱۴۰۵کال د حمل میاشتې په ۲۶مه نېټه د دې ادارې د بند امیر غونډو په تالار کې جوړه شوې وه چې پکې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، اوبو او انرژۍ وزارت، د اوبو رسونې او کانالیزاسیون امارتي شرکت او همداراز کابل ښاروالۍ استازو ګډون کړی وو.


پیل کې د قران عظیم الشان مبارک ایتونه ولوستل شول ورپسې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پالیسي او مسلکي مرستیال مولوي ډاکټر زین العابدین عابد د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم د تطبیق په هکله خبرې وکړې او هیله یې څرګنده کړه چې یاده کمېټه وکولی شي د کابل شاوخوا ټول غرونه شنه او سمسور کړي.


ښاغلي عابد د کمېټې غړو ته سپارښتنه وکړه چې د اسمایي غره د شنه کولو په پار دې هر اړخیزه ارزونه وکړي او ژر تر ژره دې د یوه جامع پلان له مخې عملي کار پیل شي.
د غونډې په لړ کې د کمېټې د غړو لخوا د اسمایي غره د لمنو شنه کېدو د څرنګوالي په هکله هر اړخیز بحث او خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې تر بشپړې ارزونې وروسته دې راتلونکې اونۍ کې د عملي کار د پیل لپاره غونډه ترسره شي.


د یادونې وړه ده چې د ریاست الوزراء عالي مقام ۱۸/۴/۱۴۴۷ نېټې (۲۵۵۲) ګڼه حکم په ۶بند کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او کابل ښاروالۍ ته دنده سپارل شوې چې د کابل ښار آسمایي غره د لمنو د زرغونتیا لپاره دې په ګډه منظم او دقیق پلان جوړ کړي او د منظورۍ لپاره دې د ریاست الوزراء عالي مقام ته وړاندې کړي.

Apr 15, 2026

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021