logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د ښکار د مخنیوي کمپاین پر دوام ۳ولایتونو کې یو شمېر الوتونکي ازاد شول
خوست او ننګرهار کې د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
لغمان کې ۱۵۰وزره مختلف او کمیابه مرغان د ښکاریانو له منګولو خلاص او ازاد شول
خوست او غزني کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
په پروان او لغمان کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
په خوست، زابل او پکتیکا کې د یو شمېر فعالیتونو چاپیریالي ارزونه ترسره شوه
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د اوبو د ارزښت او مدیریت په هکله یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
هلمند او خوست کې د یو شمېر خصوصي کلینیکونو او درملتونونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
راځئ چې خپل ماشومان په کوچنیوالي کې چاپېریال ساتنې ته وهڅوو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د وحشي ژویو اجرائیوي کمېټې غونډه وکړه

slider-image

 

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین، انجنیر عزت الله صدیقي په مشرۍ د افغانستان د وحشي ژویو اجرائیوي کمېټې نن د لیندۍ په ۲۷مه نېټه د دې ادارې د بند امیر د غونډو په تالار کې ناسته وکړه. 

په دې غونډه کې د کابل پوهنتون استادانو، متخصصینو، د وحشي ژویو د ساتنې (WCS) مؤسسې استازو او د دې ادارې کارپوهانو ګډون کړی وو. 

د غونډې په پیل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین د ګډونوالو هرکلی وکړ او د دې کمېټې کړنې یې با ارزښته وبللې، نوموړي وویل: د وحشي ژویو او ژوندبڼو موضوع په نړیواله کچه له ډېر اهمیت څخه برخمنه ده او له نېکه مرغه چې افغانستان د وحشي ژویو، ژوند بڼو، ځنګلونو او پراخو طبیعي سرچینو له پلوه غني هېواد دی.

ښاغلي صدیقي ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د وحشي ژویو او ژوند بڼو د اوسني وضعیت په برخه کې باید کره او دقیقې مطالعې وشي؛ ترڅو وکولای شو د نړیوالو مالي میکانیزمونو څخه د وحشي ژویو د ساتنې لپاره زیاتې مرستې ترلاسه کړو.

د غونډې په لړ کې د دې ادارې د طبيعي میراثونو د ساتنې رئیس، جلال الدین ناصري د افغانستان د وحشي ژویو اجرائیوي کمېټې د مسولیتونو، مکلفیتونو او اړوندو نړیوالو کنوانسیونونو په هکله هر اړخیز معلوماتي پرېزنټېشن وړاندې کړ.

د کمېټې د غړیو له خوا د وحشي ژویو د ساتنې په تړاو مختلف نظرونه، وړاندیزونه او پوښتنې وړاندې شوي چې د مسلکي معین له خوا ورته هر اړخیز ځوابونه ورکړل شول.

همدا راز د کابل پوهنتون استاد مجتبی بشري لخوا هم د وحشي ژویو د ساتنې په برخه کې د کوچنیو مالي مرستو پروګرام (SGP) څخه د نوې ترلاسه شوې پروژې په هکله چې د وحشي ژویو د ساتنې سربېره د اجرائیوي کمېټې لوجستیکي مرستې به هم کوي؛ ګډونوالو ته معلومات ورکړل شول. 

د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې د کمېټې په پخوانۍ کړنلارې دې کره کتنه وشي، د وحشي ژویو اړوند په مختلفو موضوعاتو دې پانګونه او د متخصصینو لخوا دې کره او دقیقې مطالعې وشي، د وحشي ژویو د قاچاق د مخنیوي او اهمیت په هکله دې سرحدي او د ګمرکونو پولیسو او امنیت کارکوونکو ته د عامه پوهاوي روزنیز پروګرامونه جوړ شي.

Dec 19, 2019

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021