logo د افغانستان اسلامي امارت
د چاپیریال ساتنې ملي اداره
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
د انساني روغتیا ساتنې په موخه لغمان کې د یو شمېر روغتیایي مرکزونو څارنه وشوه
په پکتیکا او پروان ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې په تړاو ناستې ترسره شوې
په لوګر کې د اقلیم بدلون او د اوبو مدیریت په اړه څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
خوست اوکونړ کې سلګونو تنو طالب العلمانو او ولسي وګړو ته عامه پوهاوی ورکړل شو!
د چاپېريالي موضوعاتو په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوي ورکړل شو
کابل، ننګرهار او فاریاب کې د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
د چاپېریالي چارو مفتیشن د فعالیتونو له څرنګوالي څخه په دوامداره توګه څارنه کوي
کابل او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
ولایتونو کې د هر ډول فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه کیږي

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د ډبرو سکرو لپاره د ستندرد جوړولو کمېټې غونډه وکړه

slider-image

د مرغومي ۱۸مه- کابل

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي په مشرۍ د هوا ککړتیا د راکمولو او مخنیوي په پار د بېړنیو اقداماتو په لړ کې د جدي په ۱۸مه نېټه د دې ادارې د بند امیر د غونډو په تالار کې د اړوند ادارو استازو په ګډون ناسته ترسره شوه.

په پیل کې ښاغلي صدیقي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه: دې ورځو کې په فوق العاده توګه د هوا ککړتیا زیاته شوې ده چې د ډبرو سکاره یې له سترو عواملو ګڼل کیږي. ده وویل: جلالتمآب ولسمشر د ستندرد خپلواکې ادارې ته امر کړی چې د ډبرو سکرو د څرنګوالي معلومولو لپاره دې ملي ستندرد جوړ کړي؛ ترڅو وکولای شو چې په بازار کې د شته ډبرو سکرو کیفیت معلوم او د تطبیق جوګه وي.

ورپسې د ستندرد خپلواکې ادارې استازي خبرې وکړې او ویې ویل: د ډبرو سکرو د کیفیت معلومولو لپاره موږ شپږ نړیوال ستندردونه انتخاب کړي دي چې له دې جملې څخه باید د کمېټې غړي په بازارانو کې د شته ډبرو سکرو وضعیت په پام کې نیولو سره، یو یا څو دانې چې پر هغو د تطبیق وړ وي انتخاب کړي.

ګډونوالو هم د موضوع په تړاو بېلابېل نظرونه وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې د ډبرو سکرو د څرنګوالي معلومولو لپاره باید داسې ستندر جوړ شي چې پر موجوده ذغالو د تطبیق وړ وي.

د ډبرو سکرو لپاره د ستندرد جوړول یوه پېچلې پروسه ده چې په دې تړاو به تخنیکي کمېټه چې په هغه کې د پوهنتون استادان، متخصصین او د چاپېریالي چارو کارپوهان ګډون لري، له هر اړخیزو علمي او تخنیکي څېړنو وروسته د ګډ تفاهم په ترڅ کې د ډبرو سکرو د کیفیت معلومولو لپاره ملي ستندرد جوړوي.

د یادولو وړ ده چې په بازارونو شته ذغال چې د تصفیه شویو په نوم پلورل کیږي په هېڅ ډول تصفیه نه دي، البته د یو ډول ساده پروسس طی کولو وروسته بازار ته وړاندې کیږي؛ د ډبرو سکرو تصفیه کېدل خورا پېچلې پروسه ده چې ډېر لګښت غواړي، په هغه کې باید د ډبرو سکاره میده شي، و وینځل شي او ټول مضره ګازونه یې د کیمیاوي موادو په وسیله له منځه یوړل شي.

Jan 11, 2020

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021