logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

چاپېریال ساتنه د ټولو هېوادوالو دیني مسوولیت دی
د چاپېریالي چارو مفتشین مرکز او ولایتونو کې په دوامداره توګه له هر ډول فعالیتونو څارنه کوي
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د جاپان له سفیر سره وکتل
سلګونو زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو
د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس COP-30 په تړاو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې اعلامیه
خوست او جوزجان کې زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو
ولایتونو کې د چاپېریالي اصولو د تطبیق په موخه څارنه کیږي
په خوست کې د قرطبه روضة القرآن لېسې زده‌کوونکو ته د چاپېريال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
د چاپېریالي چارو مفتشینو له‌خوا ولایتونو کې مختلف فعالیتونه ترسره شوي دي
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

په چاپېريال ساتنې ملي اداره کې د اساسي قانون اونۍ ولمانځل شوه

slider-image

د اساسي قانون د تصويب شپاړسمه کليزه پرون يک شنبه د روان کال د مرغومي میاشتې په ۲۲مه نېټه د چاپېريال ساتنې ملي ادارې کول حشمت خان د غونډو په تالار کې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې مسکلي معین انجينر عزت الله صديقي، د اساسي قانون پر تطبيق د نظارت کميسيون استازي او د ادارې روئساو او کارکوونکو په ګډون سره ولمانځل شوه.

غونډه د قران کريم د څو سپېڅلو آياتونو په تلاوت او د ملي سرود په خپرولو سره پيل شوه. وروسته له هغې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې مسلکي معين انجينر عزت الله صديقی خبرې وکړې او د غونډې له ټولو تنظيموونکو څخه يې مننه وکړه.
ښاغلي صديقي د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل: د هېواد اساسي قانون د پنځلسمې مادې او د چاپېريال ساتنې قانون په اساس، د دې ادارې لخوا د چاپېريال او طبيعي سرچينو د ساتنې په موخه په لسهاوو مقررې او طرزالعملونه تنظيم او پلي شوي دي، چې دا مسئله طبيعي او چاپېريالي ارزښتونو ته د اساسي قانون د ځانګړې پاملرنې څرګندونه کوي.

د چاپېريال ساتنې ملي ادارې مسلکي معين وويل: د اساسي قانون د پنځلسمې مادې ترڅنګ، په شپږمې، اومې او نهمې مادو کې هم په غير مستقيم ډول چاپېريال ساتنې ته اشاره شوې ده او دا امر له قانوني اړخ څخه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ته دا فرصت برابروي، چې د چاپېريال ساتنې په برخه کې ۱۴ پروتوکولونو او نړیوالو کنوانسينونو سره ملحق شي.

د اساسي قانون پر تطبيق د نظارت کميسيون استازي محمد خليل قيامي هم په خپلو خبرو کې، د اساسي قانون په رڼا کې د تقنيني اسنادو د تدوین په برخه کې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې له اقداماتو او اجرااتو څخه قدرداني وکړه.

د غونډې په وروستيو شېبو کې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د پاليسۍ او تقنين رياست سرپرست، هارون احمدزي هم وينا وکړه او د اساسي قانون او نورو هغو قوانینو چې د چاپېريال ساتنې په برخه کې تدوين شوي، د عامه پوهاوي د اهميت په اړه ټينګار وکړ.

Jan 14, 2020

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021