logo د افغانستان اسلامي امارت
د چاپیریال ساتنې ملي اداره
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
د انساني روغتیا ساتنې په موخه لغمان کې د یو شمېر روغتیایي مرکزونو څارنه وشوه
په پکتیکا او پروان ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې په تړاو ناستې ترسره شوې
په لوګر کې د اقلیم بدلون او د اوبو مدیریت په اړه څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
خوست اوکونړ کې سلګونو تنو طالب العلمانو او ولسي وګړو ته عامه پوهاوی ورکړل شو!
د چاپېريالي موضوعاتو په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوي ورکړل شو
کابل، ننګرهار او فاریاب کې د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
د چاپېریالي چارو مفتیشن د فعالیتونو له څرنګوالي څخه په دوامداره توګه څارنه کوي
کابل او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
ولایتونو کې د هر ډول فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه کیږي

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د اقليم زرغون صندوق لپاره د پيشنهادي طرحو په انکشاف کې د جندر مسايلو د ادغام سازۍ په موخه مشورتي ورکشاپ ترسره شو

slider-image

 

د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د اقليم زرغون صندوق لپاره د پيشنهادي طرحو په انکشاف کې د جندر مسايلو د ادغام سازۍ تر عنوان لاندې د روان کال د ليندۍ مياشتې په ۶مه نېټه د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د اوزون ملي دفتر مسوول او د اقليم بدلون سرپرست رئيس احمد صميم هوشمند په رياست او د دې ادارې د جندر آمرې، د جندر آمرينو او وزارتونو او خپلواکو ادارو ته د ځواب ورکوونکي بوديجې جوړونې کارپوهانو په ګډون ښوونيز او مشورتي ورکشاپ د بند امير د غونډو په تالار کې ترسره شو.

ښاغلي هوشمند د اقليم بدلون مالي ميکانيزمونو او په ځانګړي ډول د اقليم زرغون صندوق لپاره يې د پيشنهادي طرحو په انکشاف کې د جندر مسايلو د ادغام سازي ارزښتناکه وبلله او ويې ويل: په وروسته پاتې او په جګړه کې بوختونو هېوادونو کې مېرمنې ترټولو زيان منونکی قشر دی او د يوې پروژې په ټولو انکشافي پړاوونو کې بايد ورسره مشوره وشي، نوموړي همدارنګه وويل چې اقليم زرغون صندوق هېڅ هغه پروژه نه تائيدوي، چې په هغې کې د جندر موضوعات په پام کې نه وي نيول شوي او د چاپېريال ساتنې ملي اداره دې برخې ته جدي پاملرنه لري.

همدارنګه په دې ورکشاپ کې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د جندر آمرې آغلې نادرې رشيدي، جندر ته د ځواب ورکوونکې بوديجې جوړونې مسوولې آغلې فرحناز يار، د اقليم زرغون صندوق پروژې د جندر مسوولې آغلې مارينا فايز او اقليم زرغون صندوق لپاره د چمتووالي وجې پروژې مسوول محمد مصطفی صاحبزاده د خپلو پرزنټېشنونو په وړاندې کولو سره د اقليم بدلون او اقليم زرغون صندوق کې د جندر موضوعاتو مدغم کولو، په دې برخه کې د کړنو او لاسته راوړنو په هکله معلومات وړاندې کړل.

د دې مشورتي برنامې په دوام کې ګډونوال څلورو ګروپونو ( کرنه او طبيعي سرچېنې، انرژي او اوبه، ترانسپورت او معارف ) باندې ووېشل شول او خپل نظريات او وړانديزونه يې شريک کړل.
دا نظريې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې لخوا په پروژو او د اقليمي بدلون برنامو کې د جندر مسايلو د ادغام سازۍ په لارښود او همدارنګه اقليم زرغون صندوق ته د افغانستان په ملي برنامه کې ځای پرځای کېږي.

خبریال: عبدالولي عابد
عکاس: سید امید سادات

Jan 27, 2020

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021