logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د ښکار د مخنیوي کمپاین پر دوام ۳ولایتونو کې یو شمېر الوتونکي ازاد شول
خوست او ننګرهار کې د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
لغمان کې ۱۵۰وزره مختلف او کمیابه مرغان د ښکاریانو له منګولو خلاص او ازاد شول
خوست او غزني کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
په پروان او لغمان کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
په خوست، زابل او پکتیکا کې د یو شمېر فعالیتونو چاپیریالي ارزونه ترسره شوه
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د اوبو د ارزښت او مدیریت په هکله یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
هلمند او خوست کې د یو شمېر خصوصي کلینیکونو او درملتونونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
راځئ چې خپل ماشومان په کوچنیوالي کې چاپېریال ساتنې ته وهڅوو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د کابینې د قوانینو په کمېټه کې د هوا ککړتیا راکمولو او مخنیوي مقررې په تعدیلاتو بحث وشو

slider-image

 

د سلواغې ۶مه – کابل

د افغانستان اسلامي جمهوریت دویم مرستیال استاد سرور دانش په مشرۍ د کابینې د قوانینو کمېټې د سلواغې په ۶مه نېټه غونډه وکړه چې پکې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس شاه زمان میوندي، د پالیسۍ او تقنین سرپرست رئیس هارون محمدزي، او حقوقي سلاکار نعمت الله سلطاني هم ګډون کړی وو.

د هوا ککړتیا راکمولو او مخنیوي مقررې د تعدیل طرحه له درې وړاندیز شویو طرحو څخه وه چې د کابینې د قوانینو کمېټې پرې بحث وکړ.

د عدلیې وزیر د هوا ککړتیا راکمولو او مخنیوي مقررې د تعدیل طرحه وړاندې کړه او ویې ویل: چې د یادې طرحې د تعدیل او بیا کتنې پر مهال د چاپېریال ساتنې ملي ادارې، عامې روغتیا وزارت او کابل ښاروالۍ استازو ګډون درلود، چې د ټولو د هوکړې پر اساس یاده طرحه چمتو شوې ده.

نوموړي زیاته کړه: چې د هوا ککړتیا راکمولو او مخنیوي مقرره کلونه وړاندې نافذه شوې ده؛ خو اوس د هواککړتیا کړکیچن حالت ته په کتو په ځانګړي ډول د ژمي په موسم کې د هواککړتیا خورا زیاتیږي او د کابل ښار په ګډون د لویو ښارونو اوسېدونکي ورسره لاس او ګرېوان وي؛ نو اړینه ده چې د هواککړتیا د مخنیوي په موخه په دغه طرحه کې ځینې تعدیلات رامنځته شي.

په دغه طرحه کې د درېمې مادې ۵ جز، د څلورمې، پنځمې، شپږمې، نهمې، یوولسمې، پنځلسمې، څلرویشتمې، څلوردېرشمې، شپږ دېرشمې، اووه دېرشمې، نهه دېرشمې او یوڅلوېښتمې مادو مواد چې په (۹۹۱) شمېره رسمي جریده کې په 20/5/1388نېټه خپره شوې وه، په تعدیل کې شامل دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس، شاه زمان میوندي په دې غونډه کې ټینګار وکړ چې د چاپېریال ساتنې او له ککړتیا سره مبارزې لپاره ملي اراده او د اړوندو ادارو ترمنځ ټینګه همکاري اړینه ده، ده وویل: د هواککړتیا د راکمولو او مخنیوي مقرره کې تعدیل سره به وکولای شو چې په لویو ښارونو کې د ککړتیا د راکمولو او مخنیوي چارې ګړندۍ کړو.

د یادولو وړ ده چې دغه طرحه له هر اړخیزه بحثونو او نظرونو وروسته تائید شوه. د هوا ککړتیا د راکمولو او مخنیوي مقرره په داسې حال د کابینې د قوانینو کمېټې له خوا د بحث وړ ګرځي چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د هوا ککړتیا د راکمولو په موخه د بېړنو اقداماتو لپاره د کابینې له لوري پنځه کلن پلان تصویب کړی او په ټول هېواد په ځانګړې توګه د کابل ښار کې د هوا ککړتیا سرچینو او غیرمعیاري سونګ سیسټمونو باندې به پلی کیږي.

Jan 28, 2020

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021