logo د افغانستان اسلامي امارت
د چاپیریال ساتنې ملي اداره
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
د انساني روغتیا ساتنې په موخه لغمان کې د یو شمېر روغتیایي مرکزونو څارنه وشوه
په پکتیکا او پروان ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې په تړاو ناستې ترسره شوې
په لوګر کې د اقلیم بدلون او د اوبو مدیریت په اړه څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
خوست اوکونړ کې سلګونو تنو طالب العلمانو او ولسي وګړو ته عامه پوهاوی ورکړل شو!
د چاپېريالي موضوعاتو په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوي ورکړل شو
کابل، ننګرهار او فاریاب کې د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
د چاپېریالي چارو مفتیشن د فعالیتونو له څرنګوالي څخه په دوامداره توګه څارنه کوي
کابل او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
ولایتونو کې د هر ډول فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه کیږي

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د هوا ککړتیا راکمولو په برخه کې د خصوصي سکتور د پانګونې په ملاتړ بحث ترسره شو

slider-image

د سلواغې ۱۳مه – کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي د سوداګرۍ او صنایعو خونو په هغه غونډه کې ګډون وکړ چې د هوا ککړتیا راکمولو او مخنیوي په برخه کې د خصوصي سکټور د عامه_پوهاوي او ملاتړ په موخه د سلواغې په ۱۳مه نېټه جوړه شوې وه.
په دغه غونډه کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشرتابه پلاوي، د کابل ښاروالۍ استازو او د خصوصي سکټور له ۵۰ تنو څخه زیاتو سوداګرو ګډون کړی وو.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین د هواککړتیا مختلفو لاملونو په هکله ګډونوالو ته معلومات ورکړل او ویې ویل: د هوا د ککړتیا یو لامل د کمپنیو او شرکتونو وده ده چې خصوصي سکټور کولای شي د هواککړتیا راکمولو او مخنیوي په پار د باکیفیته سونګ توکو په چمتو کولو کې مثبت او ګټور رول ولوبوي.
ښاغلي صدیقي وویل: د چاپېریال ساتنې ملي اداره د باکیفیته سونګ توکو په چمتو کولو کې د هر ډول ګټورې او اغېزمنې حل لارې هرکلی کوي او په دې برخه کې هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو ده.نوموړي زیاته کړه: د طبي پاتې شونو او ډبرو سکرو د تصفیه کولو په برخه کې پانګوال شتون لري او موږ چمتو یو چې په راتلونکي کې په دې برخه کې دې ته ورته ناستې ترسره کړي.
په یاده غونډه کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې لومړي مرستیال محمد یونس مومند او یو شمېر پانګوالو هم خبرې وکړې، په هېواد او ځانګړې توګه کابل ښار کې یې د هوا ککړتیا د مخنیوي او راکمولو په برخه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پاملرنه د قدر وړ وبله او د دې ادارې کړنې یې وستایلې.
همدا رنګه په دې غونډه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د ارزونې او تلپاتې پراختیا رئیس انجنیر نقیب الله صدیقي د مطرح شویو موضوعاتو په تړاو معلوماتي پریزنټیشن وړاندې کړ او تر څنګ یې ګډونوالو هم خپل نظرونه شریک کړل.
د غونډې په پای کې سوداګرو ژمنه وکړه، چې د باکیفیته او تصفیه شویو ډبر سکرو او د لوګیو د فلترونو د چمتو کولو په برخه کې به د پام وړ پانګونه کوي او په دې تړاو به د اړوندو ادارو استازو سره راتلونکو غونډو کې هم ګډون کوي.

Feb 3, 2020

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021