logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

چاپېریال ساتنه د ټولو هېوادوالو دیني مسوولیت دی
د چاپېریالي چارو مفتشین مرکز او ولایتونو کې په دوامداره توګه له هر ډول فعالیتونو څارنه کوي
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د جاپان له سفیر سره وکتل
سلګونو زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو
د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس COP-30 په تړاو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې اعلامیه
خوست او جوزجان کې زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو
ولایتونو کې د چاپېریالي اصولو د تطبیق په موخه څارنه کیږي
په خوست کې د قرطبه روضة القرآن لېسې زده‌کوونکو ته د چاپېريال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
د چاپېریالي چارو مفتشینو له‌خوا ولایتونو کې مختلف فعالیتونه ترسره شوي دي
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د هوا ککړتیا د راکمولو او مخنیوي مقررې د تعدیل طرحه د کابینې له خوا تائید شوه

slider-image

د افغانستان اسلامي جمهوريت ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې په ۱۲مه غونډه کې د هوا ککړتیا د راکمولو او مخنیوي مقررې د تعدیل طرحه تائید او د عدلیې وزیر له خوا ولوستل شوه.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس شاه زمان میوندي د نوموړې طرحې د تعدیل دلایل وړاندې کړل او ویې ویل: د هوا ککړتیا د راکمولو او مخنیوي مقرره د لسو کالو راهېسې نافذه ده چې د وخت اړتیاوې او غوښتنې نه شي ځوابولی، د نفوسو ډېرښت او د هواککړتیا ورځ تر بلې زیاتېدو ته په کتو اړتیا وه چې د یادې مقررې ځینې مواد تعدیل شي.
عمده تعدیلات په لاندې برخو کې راغلي دی:

۱- د هواککړتیا د منابعو تفکیک او ډلبندي.
۲- د مخنیوي، محدودیتونو او مکلفیتونو وضع کول.
۳- د نغدي جریمو اضافه کول.
۴- د هوا ککړتیا د مخنیوي عالي کمیسیون په ترکیب کې بدلون.

په دغه طرحه کې ممنوعیتونه او مکلفیتونه په واضح او روښانه توګه بیان شوي چې د پلاستیک، ربړونو، ټایرونو او مستعملو مبلایلو سوځول منع شوي دي، همدا راز د لوړپوړیزو ودانیو، ښارګوټو، فابریکو، صنعتي او تجارتي ودانیو، بټیو او حمامونو مالکین مکلف شوي چې خپل سونګ سیسټمونه په معیاري فلترونو سمبال کړي او د موټرو مالکین هم مکلف دي چې د خپلو وسایطو تخنیکي معاینات ترسره کړي.

د چاپېریالي جرمونو لپاره نغدي جریمې وضع شوي او د هواککړتیا د مخنیوي عالي کمیسیون غړیتوب هم د وزیرانو کچې ته لوړ شوی چې د جلالتمآب ولسمشر په مشرۍ به ۱۶ وزیران پکې کار کوي او د چاپېریال ساتنې ملي اداره به یې د سکرتریت چارې پر مخ بیایي.

په پای کې د افغانستان اسلامي جمهوریت جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني وینا وکړه او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مقررې د تعدیل طرحه یې تائید او نافذه وبلله.

د چاپېریال ساتنې ملي اداره د یادې طرحې تعدیل د هواککړتیا د راکمولو او مخنیوي په برخه کې مثبت ګام بولي او دې ته ژمنه ده چې د پلي کېدو لپاره به یې جدي هڅې کوي.

Feb 12, 2020

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021