logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د ښکار د مخنیوي کمپاین پر دوام ۳ولایتونو کې یو شمېر الوتونکي ازاد شول
خوست او ننګرهار کې د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
لغمان کې ۱۵۰وزره مختلف او کمیابه مرغان د ښکاریانو له منګولو خلاص او ازاد شول
خوست او غزني کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
په پروان او لغمان کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
په خوست، زابل او پکتیکا کې د یو شمېر فعالیتونو چاپیریالي ارزونه ترسره شوه
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د اوبو د ارزښت او مدیریت په هکله یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
هلمند او خوست کې د یو شمېر خصوصي کلینیکونو او درملتونونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
راځئ چې خپل ماشومان په کوچنیوالي کې چاپېریال ساتنې ته وهڅوو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د سرتیري ملي ورځ په چاپېریال ساتنې ملي اداره کې ولمانځل شوه

slider-image

د کب ۱۰مه – کابل
د کب نهمه چې د سرتیري ملي ورځې سره سمون لري د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له خوا ولمانځل شوه، د کب په لسمه نېټه په دې اداره کې یو لړ مراسم جوړ شوي وو چې پکې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس شاه زمان میوندي، د دې ادارې معینانو، رئیسانو، د چټک غبرګون قطعې قومندان ډګروال شیر محمد انوار او د دې قطعې په لسګونو سرتېرو ګډون کړی وو.
دغه مراسم د قران عظیم شان په تلاوت پیل ورپسې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس شاه زمان میوندي د هېواد زړورو سرتېرو قربانۍ، سرښندنې او صادقانه خدمت وستایه. ده وویل: زموږ زړور سرتېري د هېواد او خلکو افتخار دي او موږ د دوی د سرښندنو او قربانیو پوروړي یو.
ښاغلي میوندي زیاته کړه: په وروستیو کلونو کې ټولو سرتېرو په ګډه همکارۍ او په صادقانه توګه د ادارې د مشرتابه او کارکوونکو د امنیت په ټینګښت کې هڅه کړې ده.
د چټک غبرګون قطعې قومندان هم وینا وکړه او زیاته یې کړه: زموږ زړور سرتېري د خلکو د ځان، مال او د هېواد ملي نوامیسو ساتونکي دي او دوی په پوره صداقت او مسوولیت سره خپله دنده ترسره کوي، ده د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس څخه مننه وکړه چې سرتېري یې د هېواد د ملي یووالي سمبول وبلل او له دوی سره یې نېکه رویه وکړه.
دغه محفل د چاپېریال ساتنې ملي ادارې امنیتي موظفو سرتېرو ته د تقدیر پاڼو په ویشلو او په هېواد کې د تلپاتې سولې د راتګ په هیله پای ته ورسېد.
خبریال: عبدالولي عابد
عکاس: سید امید سادات

Mar 1, 2020

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021