logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د ښکار د مخنیوي کمپاین پر دوام ۳ولایتونو کې یو شمېر الوتونکي ازاد شول
خوست او ننګرهار کې د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
لغمان کې ۱۵۰وزره مختلف او کمیابه مرغان د ښکاریانو له منګولو خلاص او ازاد شول
خوست او غزني کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
په پروان او لغمان کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
په خوست، زابل او پکتیکا کې د یو شمېر فعالیتونو چاپیریالي ارزونه ترسره شوه
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د اوبو د ارزښت او مدیریت په هکله یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
هلمند او خوست کې د یو شمېر خصوصي کلینیکونو او درملتونونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
راځئ چې خپل ماشومان په کوچنیوالي کې چاپېریال ساتنې ته وهڅوو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

په ټول هېواد کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پیل کېدل

slider-image

د کب ۲۰مه – کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د جمهوري ریاست عالي مقام حکم د پلي کېدو په موخه، نن سه شنبه د کب په ۲۰مه نېټه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د کلیو پراختیا او بیا رغاونې وزارت، کابل ښاروالۍ او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ګډه همکارۍ د (یو افغان، یوه ورځ، یو نیالګي) شعار تر عنوان لاندې د حبیبیې عالي لېسې په کلا کې د شاندارو مراسمو په ترڅ کې په سلوګونو نیالګي کېنول.
د نیالګیو کېنولو په دغه ملي کمپاین کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس، شاه زمان میوندي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني، کابل ښاروال پوهنیار احمد ذکي سرفراز، د دې ادارې او اړوندو ادارو معینانو، د چاپېریال ساتنې سفیرانو، د چاپېریال شبکې رضاکارانو، د مدني ټولنې غړیو، رئیسانو، د اړوندو ادارو کارکوونکو او یو شمېر خبریالانو ګډون کړی وو.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس شاه زمان میوندي په خپله پرانېسته وینا کې له ټولو اړوندو ادارو استازو څخه مننه وکړه چې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین کې یې برخه اخیستې وه، ده وویل: د هوا ککړتیا، د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزې، د ځنګلونو او وحشي ژویو له منځه تلل، هغه ګواښونه دي چې زموږ هېواد ورسره مخ دی، د دې ستونزو د مدیریت لپاره د نیالګیو کېنول، ساتنه او پالل له اغېزمنو او ګټورو لارو چارو څخه دي.
ښاغلي میوندي وویل: د جمهوري ریاست عالي مقام د فرمان په اساس، د کب شلمه د نیالګیو کېنولو ملي ورځې په توګه نومول شوې ده او د نیالګیو د ساتنې او پالنې په پار د ټولو اړوندو ادارو او وګړو مسوولیتونه پکې په ګوته شوي دي. د ده په وینا یاده برنامه د یوه هدف په توګه پر مخ ځي او د کېنول شویو نیالګیو د څارنې او راپور ورکولو د څرنګوالي لپاره یې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې داسې یو سیسټم جوړ کړي چې د کېنول شویو نیالګو ارقام او د ایښودلو ځایونه به معلوموي. 
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني د ځنګلونو د اهمیت او پر چاپېریال یې د اغېزو په هکله وینا وکړه او ویې ویل: د نیالګیو په کېنولو او ځنګلونو جوړولو سره کولای شو چې د سیلابونو د زیانونو، هوا ککړتیا، اقلیمي بدلون او نورو چاپېریالي ګواښونو مخه ډب کړو. ده وویل: دا د هر وګړي مسوولیت دی چې د اکسېجن او غوره اقتصاد درلودلو په پار نیالګي کېنوي او په سمه توګه یې ساتنه او پالنه وکړي.
ښاغلي دراني وویل: موږ سږ کال پلان لرو چې په ټول هېواد کې ۲میلیون نیالګي وکرو.
کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز د زرغونو سیمو او پارکونو د پراختیا په هکله وینا وکړه او ژمنه یې وکړه چې په کابل ښار کې به د غونډیو، پارکونو او ساتل شویو سیمو په سمه توګه مدیریت او د اوبو کولو لپاره به ورته قطره ییې سیسټم جوړ کړو.
د یادولو وړ ده چې د جهوري ریاست عالي مقام حکم د تطبیق په موخه په ټول هېواد کې د نیالګیو کېنوالو کمپاینونه ترسره شوي دي چې په تفصیل به یې راپورنه خپاره شي.

Mar 11, 2020

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021