logo د افغانستان اسلامي امارت
د چاپیریال ساتنې ملي اداره
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
د انساني روغتیا ساتنې په موخه لغمان کې د یو شمېر روغتیایي مرکزونو څارنه وشوه
په پکتیکا او پروان ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې په تړاو ناستې ترسره شوې
په لوګر کې د اقلیم بدلون او د اوبو مدیریت په اړه څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
خوست اوکونړ کې سلګونو تنو طالب العلمانو او ولسي وګړو ته عامه پوهاوی ورکړل شو!
د چاپېريالي موضوعاتو په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوي ورکړل شو
کابل، ننګرهار او فاریاب کې د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
د چاپېریالي چارو مفتیشن د فعالیتونو له څرنګوالي څخه په دوامداره توګه څارنه کوي
کابل او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
ولایتونو کې د هر ډول فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه کیږي

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د هوا ککړتیا په را کمولو او مخنیوي کې زموږ ونډه څه ده" تر عنوان لاندې د پاکې هوا نړۍ‌واله ورځ ولمانځل شوه

slider-image

 

د وږي ۲۰مه / کابل
د راپور لومړۍ برخه:
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې "د هوا ککړتیا په را کمولو او مخنیوي کې زموږ ونډه څه ده" تر عنوان لاندې د پاکې هوا نړیواله ورځ ولمانځله.
په دې کنفرانس کې د ولسمشر دویم مرستیال ښاغلي سرور دانش، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس شاه زمان میوندي، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ډاکټرعباس بصیر، د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر طاهر زهیر، معینانو، رئیسانو، د پوهنتون استادانو، د مدني ټولنې غړو او خبریالانو ګډون کړی وو.
د کنفرانس په پیل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او پاکې هوا نړۍ‌والې ورځې د اهمیت په اړه یې وینا وکړه او ویې ویل:
که څه هم د کورونا ویرس خپرېدل زموږ لپاره منفي تجربه وه؛ خو مثبت اړخ یې هم درلوده هغه دا چې د کورونا و با د خپرېدو پر مهال هوا دومره پاکه وه چې موږ په تېرو شلو کلونو کې په کابل ښار کې دومره پاکه هوا نه وه تجربه کړې.
ښاغلي میوندي وویل: دا ناشونې نه ده چې په کابل ښار کې خصوصا د ژمي په موسم کې دې موږ په دوامداره توګه پاکه هوا ولرو؛ ځکه د نړۍ تر ټولو صنعتي او ګڼ میشته ښارونه په دې توانېدلي چې پاکه هوا ولري او موږ هم دې موخې ته رسیدلی شو.
روحي او جسمي روغتیا، اقتصادي وده، او دوامداره پرمختګ د پاکې هوا پورې تړاو لري او دا به زموږ سره د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې چې نړۍ‌وال ګواښ دی مرسته وکړي.

ښاغلي میوندي د هوا ککړتیا مهم لاملونه په پنځو برخو ووېشل او زیاته یې کړه: که موږ شته ارقامو ته وګورو یوازې د ټرانسپورټ سکټور شاوخوا  40 سلنه ، انرژي 30  سلنه او خصوصي او صنعتي سکټورونه 20 سلنه د هوا په ککړتیا کې ښکېل دي چې د هوا ککړتیا 90 سلنه تشکیلوي. نوموړي د ښارګوټو، سوداګریزو او لوړپوړیزو ودانیو له مالکینو څخه په کلکه وغوښتل چې د ژمي له رارسېدو څخه مخکې باید خپل سونګ سیسټمونه تیلو یا ګازو ته واړوي او یا دې هم د دود د تصفیه کولو فلترونه ولګوي؛ همدا راز د موټرو مالکین اړ دي چې د تخنیکي پلوه د خپلو موټرونو ماشینونه چک کړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس له هوا ککړتیا سره مبارزه د یوې ادارې له توانه لېرې وبلله او له علمای کرامو، رسنیو او اړوندو ادارو څخه یې غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې فعاله ونډه واخلي.

د لوړو زده کړو نوماند وزیر ډاکټر عباس بصیر د هوا ککړتیا نړۍ وال ګواښ وباله او زیاته یې کړه چې د نړۍ 90  سلنه وګړي هره ورځ د هوا ککړتیا له ګواښ سره مخ دي او افغانستان هم یو له هغو هېوادونو څخه دی چې تر ټولو ډیر د ککړتیا خطر لري. ښاغلي بصیر د پوهنې، لوړو زده کړو او فرهنګ سکټور د چاپېریالي_فرهنګ په ترویج او د خلکو عامه پوهاوي په برخه کې اغېزمن وبلل او ویې ویل: د لوړو زده کړو وزارت به د چاپېریالي معلوماتو د څېړنو، پراختیا او تولید په برخه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره ښه همکار وي.

د کنفرانس په لړ کې د ولسمشر دویم مرستیال ښاغلي سرور دانش هم وینا وکړه او ویې ویل: د چاپېریال ساتنې په تړاو ډیری آیتونه او حدیثونه شته چې موږ ته یې مسوول کړي یو، ترڅو خپل چاپېریال پاک وساتو. ده وویل: د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د هوا ککړتیا د راکمولو او مخنیوي لپاره ښه تدابیر نیولي، خو لازمه ده چې په دې برخه کې نورې دولتي ادارې او خلک هم ورسره جدي همکاري وکړي.

د ولسمشر دویم مرستیال په چاپېریال ساتنه او د خلکو عامه پوهاوي په لوړلو کې د رسنیو رول مهم وباله او د هیواد په رسنیو یې غږ وکړ چې د ژمي تر رارسیدو دمخه دې د هوا ککړتیا د مخنیوي په موخه د دې ادارې په همغږۍ د عامه پوهاوي برنامې جوړې او خپرې کړي.
ښاغلي دانش د هوا ککړتیا د راکمولو او مخنیوي په برخه کې د قوانینو پر پلي کیدو ټینګار وکړ او له امنیتي او قضایي ارګانونو یې وغوښتل چې په دې برخه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره جدي همکاري وکړي.

Sep 12, 2020

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021