logo د افغانستان اسلامي امارت
د چاپیریال ساتنې ملي اداره
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
د انساني روغتیا ساتنې په موخه لغمان کې د یو شمېر روغتیایي مرکزونو څارنه وشوه
په پکتیکا او پروان ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې په تړاو ناستې ترسره شوې
په لوګر کې د اقلیم بدلون او د اوبو مدیریت په اړه څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
خوست اوکونړ کې سلګونو تنو طالب العلمانو او ولسي وګړو ته عامه پوهاوی ورکړل شو!
د چاپېريالي موضوعاتو په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوي ورکړل شو
کابل، ننګرهار او فاریاب کې د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
د چاپېریالي چارو مفتیشن د فعالیتونو له څرنګوالي څخه په دوامداره توګه څارنه کوي
کابل او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
ولایتونو کې د هر ډول فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه کیږي

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

جلالتمآب جمهور رئیس محمد اشرف غني د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د برنامو او کړنو راپور واورېد

slider-image

 

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني پرون ماښام  چهارشنبه د ۱۳۹۹ کال د لیندۍ په ۵مه نېټه،  د ویډیو کنفرانس له لارې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې  د برنامو، اجرااتو  او فعالیتونو راپور واورېد.
د ویډیو کنفرانس په پیل کې د  چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس شاه زمان میوندي د دې ادارې د مهمو لاسته راوړنو او فعالیتونو په هکله لنډ راپور وړاندې کړ او له ولسمشر نه یې مننه وکړه چې چاپېریالي موضوعاتو ته پاملرنه کوي.
ورپسې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د پالیسۍ او نړۍ‌والو اړیکو پخواني معین ادریس ملیار چې اوس یې استعفا منظور شوې، د نړۍ‌والو همکاریو خاصتاَ له  اقلیمزرغونصندوق څخه د مرستو د راجذبولو په تړاو راپور وړاندې کړ، ولسمشر هم د نړۍ‌والو مرستو د راجذبولو په تړاو د ښاغلي ملیار هڅې وستایلې.
د ويډیو کنفرانس په لړ کې د اوزون دفتر مسوول احمد صمیم هوشمند د ملي پلي کوونکي بنسټ د جواز ترلاسه کولو د پرمختګ په اړه چې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت او د افغانستان برېښنا شرکت لخوا په ګډه د اقلیم زرغون صندوق څخه ترلاسه کیږي، لنډ راپور وړاندې کړ.
ورپسې د دې ادارې د مالي او اداري چارو معین محمد یوسف حمیدیان په مالي او اداري برخو کې د دې ادارې د مهمو لاسته راوړنو په هکله ولسمشر ته راپور وړاندې کړ او د تدارکاتي څانګې اصلاح او د بشري سرچینو د ظرفیت لوړوالی یې په مالي او اداري برخه کې د چاپيریال ساتنې ملي ادارې له مهمو لاسته راوړنو څخه یاد کړل.
د کنفرانس په لړ کې د دې ادارې مسلکي معین انجنیرعزت الله صدیقي د مسلکي څانګې د لاسته راوړنو او فعالیتونو په تړاو معلومات وړاندې کړل او د اجراآتو په هکله یې جلالتمآب جمهور رئیس ته راپور ورکړ. ښاغلي صدیقي د څو سیمو اعلان د ساتل شوو سیمو په توګه، د چاپېریال چارو د څارنې لړۍ تیز والی، د جوازونو د ورکړې سیسټم اصلاح او بدلون، د چاپېریالي فعالیتونو لپاره د حقوقي چوکاټ جوړول له مهمو لاسته راوړنو څخه یاد کړل.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د مشرتابه د راپور له اورېدو وروسته جلالتمآب جمهور رئیس ډاکټر محمد اشرف غني وویل: چاپېریال ساتنه د حکومت له لومړیتوبونو څخه ده او دې برخې ته باید د نړۍ‌والې ټولنې په همکارۍ د پروژیي لیدلوري څخه د برنامو د پلي کیدو پر لور ګام واخلو.
ولسمشر د چاپېریال ساتنې ملي ادارې څخه مننه وکړه چې له اقلیم زرغون صندوق او نورې نړۍ‌والې مرستې یې جذب کړي دي، ده وویل: موږ اوس د اقلیم زرغون صندوق د مرستو ترلاسه کولو او مصرف لپاره واضح نقشه لرو او په دې تړاو یې له چاپېریال ساتنې ملي ادارې مننه وکړه. نوموړي وویل: افغانستان د چاپېریالي وضعیت له نظره ۱۷ هېواد دی چې چاپېریال یې له ګواښ سره مخ دی؛ نو باید له اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په برخه کې سترې برنامې جوړې شي.
جلالتمآب جمهور رئیس وویل: چاپېریال ساتنه د هېواد له مهمو سکتورونو څخه ده او لارښوونه یې وکړه چې د هواککړتیا د مخنیوي لپاره باید له موجودو نړۍ‌والو منابعو څخه کار واخیستل شي او چاپېریالي طرحې او برنامې دې ورته جوړې شي؛ همدا راز د ځنګلونو د ساتنې او جوړولو، نیالګیو کېنولو، د اوبو د مدیریت او ټولو چاپېریالي برخو باندې باید تمرکز وشي او په دې برخه کې باید مهمو برنامې ولرو.
جلالتمآب ولسمشر مننه وکړه چې د چاپېریال ساتنې ملي اداره کې خوځښت رامنځته شوی ده وویل: ډیر کار ته اړتیا ده چې دغه خوځښت لا غښتلی شي. ده لارښوونه وکړه چې د چاپېریال ساتنې ملي اداره باید په مرکز او ولایتونو کې له ښارولیو سره همغږي ولري؛ ترڅو وکولای شو د چاپېریال ساتنې لپاره ډیر کار وکړو او د مختلفو طبیعي ګواښونو لکه د وچکالۍ لپاره باید روښانه لیدلوری ولرو.
ښاغلي ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې د دې ادارې د پالیسۍ او نړۍ‌والو اړیکو پخوانې معین ادریس ملیار کړنې وستایلې او د ده لپاره په کړنو د لابریا غوښتنه وکړه.

Nov 30, 2020

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021