logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د ښکار د مخنیوي کمپاین پر دوام ۳ولایتونو کې یو شمېر الوتونکي ازاد شول
خوست او ننګرهار کې د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
لغمان کې ۱۵۰وزره مختلف او کمیابه مرغان د ښکاریانو له منګولو خلاص او ازاد شول
خوست او غزني کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
په پروان او لغمان کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
په خوست، زابل او پکتیکا کې د یو شمېر فعالیتونو چاپیریالي ارزونه ترسره شوه
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د اوبو د ارزښت او مدیریت په هکله یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
هلمند او خوست کې د یو شمېر خصوصي کلینیکونو او درملتونونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
راځئ چې خپل ماشومان په کوچنیوالي کې چاپېریال ساتنې ته وهڅوو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

دوحشي ژوو د ښکار او ناقانونه سوداګرۍ سره د مبارزې په موخه غونډه وشوه

slider-image

د مرغومي ۱۵مه نېټه  کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي په مشرۍ د افغانستان د وحشي ژوو د ښکار او ناقانونه سوداګرۍ سره د مبارزې کمېټې، نن دوشنبه د مرغومي په ۱۵مه نېټه د دې ادارې د بند امیر د غونډو په تالار کې لومړنۍ ناسته وکړه.
په دې غونډه کې د ښکېلو ادارو (دفاع، کورنیو چارو، کرنې، سوداګرۍ، عدلیې، اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو) او نړۍ‌والو موسسو کابو ۵۰ تنو استازو ګډون کړی وو.
د غونډې په پیل کې د دې ادارې مسلکي معین د افغانستان د وحشي ژوو د ارزښت، ساتنې او د ښکېلو ادارو د مسوولیتونو په هکله هر اړخیزه وینا وکړه. ده وویل: د وحشي ژوو له شتون سره د انسانانو ژوند تړلی دی، الله تعالی ټول مخلوقات د انسانانو هوساینې لپاره پیدا کړې دي او موږ ته ښایي چې په دوامداره او قانوني توګه ترې استفاده وکړو.
ښاغلي صدیقي زیاته کړه: د وحشي ژوو ښکار او ناقانونه سوداګري ملیاردونو ډالرو ته رسیږي؛ نو له دې جوتیږي چې دا موضوع ډیره لویه ده چې سیاسي، اقتصادي، تجارتي او ډیر نور موارد پکې شامل دي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د وحشي ژوو د ښکار او ناقانونه سوداګرۍ د مخنیوي په پار د مختلفو دولتي ارګانونو (پولیسو اکاډمۍ، ګمرګاتو او ملي امنیت) کارکوونکو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي دي او دا لړۍ روانه ده، زموږ راتلونکې برنامې دا دي چې د هېواد په کچه امنیتي مسوولینو ته داسې پوهاوی ورکړل شي چې د وحشي ژوو د ښکار او ناقانونه سوداګرۍ سره مبارزه نوره هم پیاوړې او ګړندۍ شي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین وویل چې افغانستان د وحشي ژوو او ژوند بڼو په درلودو سره خورا بډایه هېواد دی؛ که سوله او امن راشي؛ نو افغانستان به یواځې د ګرځندوی له پلوه ملیاردنه ډالر عواید ترلاسه کړي.
ورپسې د افغانستان د وحشي ژوو (WCS) موسسې رئیس ګرې شې، افغانستان د طبیعي میراثونه له اړخه غني هېواد وباله او ټینګار یې وکړ چې وحشي ژوي او ژوند بڼې یې باید وساتل شي، ده وویل: له بده مرغه په تېرو لسیزو کې د افغانستان وحشي ژوي او ژوند بڼې د ښکار او ناقانونه سوداګرۍ له امله خورا اغېزمنې شوې او د دې لپاره اړینه ده چې ټولې ادارې په ګډه مبارزه وکړي.
د غونډې په لړ کې د وحشي ژوو د کارپوهانو لخوا د وحشي ژوو د اررښت په هکله معلوماتي پرزنټېشنونه وړاندې شول او د ګډونوالو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل.
همدا راز د وحشي ژوو د ساتنې موسسې سلاکار، مجتبی بشري په افغانستان کې د واورین پړانګ او د هغه د پټنځای د ساتنې پرژوې د فعالیتونو په هکله چې د بدخشان په واخان کې پلې کیږي، هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د مختلفو وحشي ژوو ډولونه پیدا کیږي چې په هغه کې له 3500 تر4000 ډوله نباتات چې له دې جملې څخه یې 1000 ډوله ځايي یا بومي دي چې یواځې په افغانستان کې پیدا کیږي، له 137تر150 ډوله تي لرونکي ژوي، له 428تر515 ډوله الوتونکي، له 92تر 112 ډوله خزنده ګان، له 6 تر8 ډوله ذوحیاتین، له 101 تر 139 ډوله کبان او د غیر فقاریه‌وو بیلابېل ډولونه موندل کیږي؛ په داسې حال کې چې 149 ډوله وحشي ژوي او ژوند بڼې د ورکېدو له حالت سره مخ دي.
د غونډې په لړ کې د عدلیې وزارت او چارو ادارې استازو ژمنه وکړه چې د چاپېریالي قوانینو او مقررو د بیاکتنې او تعدیل په برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دي، همدا راز د اړوندو ادارې استازو هم د همکارۍ ټټر وواهه.
په پای د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین انجینر عزت الله صدیقي د وحشي ژوو د ښکار او ناقانونه سوداګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د اړوندو ادارو او نړۍ‌والو موسسو همکاري اړینه وبلله، د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت اداره یې اساسې خواوې او د دوی همکاري یې خورا باارزښته وګڼله. ښاغلي صدیقي د عامه پوهاوي په لوړولو ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې ټول به په ګډه د عامه پوهاوي په لوړولو کې کوټلي ګامونه پورته کوو.

Jan 5, 2021

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021