logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د ښکار د مخنیوي کمپاین پر دوام ۳ولایتونو کې یو شمېر الوتونکي ازاد شول
خوست او ننګرهار کې د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
لغمان کې ۱۵۰وزره مختلف او کمیابه مرغان د ښکاریانو له منګولو خلاص او ازاد شول
خوست او غزني کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
په پروان او لغمان کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
په خوست، زابل او پکتیکا کې د یو شمېر فعالیتونو چاپیریالي ارزونه ترسره شوه
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د اوبو د ارزښت او مدیریت په هکله یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
هلمند او خوست کې د یو شمېر خصوصي کلینیکونو او درملتونونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
راځئ چې خپل ماشومان په کوچنیوالي کې چاپېریال ساتنې ته وهڅوو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

ملت ته د دولت حساب ورکولو په لړ کې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د تېر کال د کړنو په هکله خپل راپوار ورکړ

slider-image

د سلواغې ۲۷مه نېټه  کابل
د  چاپېریال ساتنې ملي ادارې مشرتابه نن (دوشنبه د ۱۳۹۹کال د سلواغې ۲۷مه نېټه) د یوه خبري کنفرانس پرمهال ولس ته د دې ادارې د کړنو او فعالیتونو په اړه خپل راپور وړاندې کړ.
په دې کنفرانس کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس شاه زمان میوندي، مسلکي معین انجنیر عزت الله صديقي، مالي او اداري چارو  معین محمد یوسف حمیدیان، د دې ادارې رئیسانو، سلاکارانو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون غړو او خبریالانو ګډون کړی وو.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس وویل: موږ په ۱۳۹۹مالي کال کې د کورونا وبا له ګواښونو سره سره بیا هم په دې توانیدلي یو چې عادي بودیجه مو تر ۹۶.۸ سلنې او پراختیایي بودیجه تر ۹۷.۴۸ سلنې پورې مصرف کړې چې په برخه کې د نورو ادارو په پرتله لومړي کتار کې یو. ده وویل: په کابل ښار کې د ککړوونکو سرچینو له ۵۹۰۰ فعالیتونو څخه څارنه شوې ده، د ۱۱۴۰ پراختیايي، زیربنایي، صنعتي او خصوصي سکتور د تولیدي پروژو د ټولنیزو او چاپېریالي چارو ارزونه شوې ده، د ځمکې سر او ځمکې لاندې اوبو د کیفیت معلومولو په پار کابل، جلال آباد، کندهار، مزارشریف، فیض آباد او هرات ښارونو کې د ۶۰۰طرحو  او پروژو د ټسټ او تطبیق چارې ترسره شوې دي، د راتلونکي کال لپاره د خلکو، دولتي او خصوصي سکتور په همکارۍ د ۲۵میلیونه نیالګیو د ایښودلو طرحې جوړول، د ساتل شویو سیمو په توګه د ۷ساحو اعلانول؛ همدا راز د افغانستان د چاپېریالي سکتور د لیدلوري سند چمتول کول د ۱۳۹۹ کال د عمده لاسته راوړنو په توګه یاد کړل.
ښاغلي میوندي یادونه وکړه چې د چاپېریال ساتنې ملي اداره په دې توانېدلې ده چې د  اقلیمزرغونصندوق څخه درې پروژې: د ۱۷،۲ میلیونه ډالرو، ۱،۳میلیون ډالر او ۸۱۴میلیونه ډالرو په ارزښت ترلاسه کړي چې دا د دې ادارې د تخصص او غښتلې ارادې ښکارندوی ده.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د راتلونکو پلانونو په اړه درې مهمو برخو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: دې ادارې د لا زیاتو ملي او نړیوالو مرستو راجلبولو لپاره د اقلیم او چاپېریال ملي صندوق طرح چمتو او د ولسمشرۍ عالي مقام ته استول شوې ده چې په پرنسیپ کې  د تصویب وړ ګرځېدلې. د کابل ښار د هوا څرنګوالي د څارنې سیستم د (AQMS) پروژې پلې کول، چې له مخې به یې اداره د هوا ککړتیا د کیفیت او څرنګوالي د معلومولو او تحلیل په برخه کې په پرمختللو وسایلو مجهز شي او یوه ټولیز لیدلوري او ځانګړي چاپېریالي سیاست ته د رسېدو لپاره د چاپېریال ساتنې ملي پالیسۍ کار بشپړ شي او د لازمو او همدا راز د مهمو او اړینو تعدیلاتو چارې د چاپېریال ساتنې په قانون کې جریان لري.
د دې کنفرانس په بله برخه کې د دې ادارې مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي د هوا ککړوونکو سرچینو د څارنې او کنټرول، د هوا، اوبو او خاورې ککړتیا د تنظیم او مدیریت، په دې اداره کې د کابل ښار د هوا د کیفیت معلومولو په پار د څارنې دستګاوو نصبول، د فاضلابو او جامدو ښاري زبالو نظارت او مدیریت، د ادارو لپاره د غیرمتمرکزو تصفیه خانو د جوړولو طرحې چمتو کول، د بهرنیو ځواکونو د فاضلابو او زبالو تنظیمول، د سترو او کوچنیو پروژو لپاره د چاپېریالو جوازونو په ورکړه کې اسانتیا په ځانکړې توګه د دوو سترو ملي پروژو (TAPI او CASA1000)، د چاپېریالي مقررو تعدیل، د وړاندیز شوو ساتل شوو سیمو ټولنیزه، اقتصادي او جیولوژیکي سروې، د  ژوندبڼو ملي راپور د شپږمې نسخې چمتو کول او د  بندامیر او  واخان ملي پارکونو د مدیریتي پلانونو په هکله خبریالانو ته معلومات ورکړل.
ورپسې د دې ادارې د مالي او اداري چارو معین محمد یوسف حمیدیان د عادي او پراختیایي بودیجې، د جغرافیوي اړتیا او اهمیت له مخې د دې ادارې پر تشکیل بیاکتنه، د دې ادارې په خالي بستونو کې د مسلکي او ځوانو کادرونو د ګمارنې، د ادارې په تشکیل کې د ښځو زیاتېدل، پر تکنالوژۍ باندې د ولایتي ریاستونو سمبالول، چاپېریالي شکایتونو ته رسیده‌ګی، له رسنیو او خبریالانو سره د ۱۰۹ مرکو کول، د عامه پوهاوي لوړولو په هکله ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات ورکړل.
د کنفرانس په پای کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د چارواکو لخوا د خبریالانو پوښتنو ته هر اړخیز او د قناعت وړ ځوابونه ورکړل شول

Feb 16, 2021

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021