logo د افغانستان اسلامي امارت
د چاپیریال ساتنې ملي اداره
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
د انساني روغتیا ساتنې په موخه لغمان کې د یو شمېر روغتیایي مرکزونو څارنه وشوه
په پکتیکا او پروان ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې په تړاو ناستې ترسره شوې
په لوګر کې د اقلیم بدلون او د اوبو مدیریت په اړه څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
خوست اوکونړ کې سلګونو تنو طالب العلمانو او ولسي وګړو ته عامه پوهاوی ورکړل شو!
د چاپېريالي موضوعاتو په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوي ورکړل شو
کابل، ننګرهار او فاریاب کې د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
د چاپېریالي چارو مفتیشن د فعالیتونو له څرنګوالي څخه په دوامداره توګه څارنه کوي
کابل او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
ولایتونو کې د هر ډول فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه کیږي

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د ځمکې نړۍ‌والې ورځې په اړه مطــــبوعاتي اعــــــلامـیـــــه

slider-image

د اپرېل ۲۲مه، چې د رمضان المبارک له ۲۱مې نېټې سره سمون لري، د ځمکې نړۍواله ورځ ده. یاده ورځ هر کال د نړۍ په ټولو هېوادونو کې له ککړتیا څخه د ځمکې د ساتلو په موخه لمانځل کیږي. ځمکه یوازينۍ سیاره ده چې د اکسیجن په درلودلو سره یې خپله غیږ د انسانانو او نورو مخلوقاتو د ژوند او ژواک لپاره غوړولې ده.
سږکال د ځمکې نړۍوالې ورځې لپاره (په خپله ځمکه کې پانګونه وکړئ) شعار ټاکل شوی دی.
زموږ خوږ هېواد افغانستان د دنګو غرونو، پراخو دښتو، ژوند بڼو او بډایه طبیعي میراثونو په درلودلو سره بډایه هېواد دی. د چاپېریال قانون د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ته دا مسوولیت ورکړی چې د ژوند بڼو او وحشي ډولونو د اوسېدنځایونو د ساتنې لپاره کټور پلانونه جوړ او په سمه توګه یې چارې مدیریت کړي، له نېکه مرغه په دې تړاو کوټلي ګامونه پورته شوي او دا کار د دې ادارې له لومړیتوبونو څخه دی.
خاوره او ځمکه د انسانانو او ټولو مخلوقاتو د ژوندانه د دوام لپاره حیاتي ده، الله تعالی ځمکه د مختلفو څيزونو په درلودلو سره غني ګرځولي ده او زموږ د نېمګړې پوهې په اساس دا یوازینۍ سیاره ده چې ژوند پکې تیریږي.
الله تعالی د الرحمن سورت په ۱۰نمبر آیت کې فرمایي:( وَٱلْأَرْضَ وَضَعَهَا لِلْأَنَامِ) ژباړه: ځمکه یې د ټولو مخلوقاتو لپاره وغوړوله.
 د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سږکال په افغانستان کې د ځمکې نړۍ والې ورځې د لمانځنې لپاره د قران عظیم الشان دغه آیت ( وَٱلْأَرْضَ وَضَعَهَا لِلْأَنَامِ)  د ملي شعار په توګه ټاکلی دی.
خدای تعالی ځمکنې عناصر د انسان او نورو مخلوقاتو لپاره د رزق سرچینه ګرځولې ده، خاوره یې د مختلفو نباتاتو د زرغونیدو وړ ګرځولې او غرونه یې د ورښتنونو د ذخیره کولو او د ځمکنۍ کرې د ثبات لپاره پیدا کړي دي.
اوسمهال د صنعت او تکنالوژۍ د ډیر پرمختګ له امله چاپېریال، ځمکه او په ځمکه کې ژوند له زیاتو ننګونو سره مخ دی، انسان د نورو ژوندیو موجوداتو په څېر د خپل ژوندانه د تېرولو (خوراک، څښاک او نورو اړتیاوو د پوره کولو) او خپلې بقا لپاره ځمکې ته اړتیا لري او هغه څه چې د اندېښنې وړ دي هغه دا ده چې د ځمکې د ویجاړتیا لامل پخپله انسان دی او د انسان په لاس ځمکې ته زیان رسول کیږي؛ ځکه خو الله تعالی انسانانو ته خبرداری ورکړی او په دې هکله فرمایي: (ظَهَرَ ٱلْفَسَادُ فِى ٱلْبَرِّ وَٱلْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِى ٱلنَّاسِ لِيُذِيقَهُم بَعْضَ ٱلَّذِى عَمِلُواْ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ) د الروم سورت ۴۱ نمبر آیت.
ژباړه: په وچه او لمده کې فساد برپا شوی دی د خلکو د خلپلو لاسونو په عملونو سره ترڅو چې په هغو باندې د هغو د ځینو عملونو خوند وڅکي، ښایي چې هغوی راوګرځي.
که چېرې په دې باور ولرو چې چاپېریال، ونې او بوټي، پاک اسمان، دنګ غرونه، رڼې او پاکې اوبه، ټول الله Y زموږ انسانانو او نورو ژوندیو مخلوقاتو د ژواندانه او ښېګڼې لپاره پیدا کړي دي؛ نو بیا به مو څنګه وجدان اجازه راکړي چې د الهي نعمتونو ناشکري وکړو او خپل چاپېریال ککړ او ویجاړ کړو. په قرانکریم کې د ځمکې لپاره د اوسیدنځای، پټنځای او بستر کلیمې ذکر شوي دي؛ نو موږ ته لازمه ده چې د ځمکې ښکلا او پاکي وساتو او له ویجاړتیا او ککړتیا څخه یې ډډه وکړو.
د چاپېریال ساتنې ملي اداره له ټولو قدرمنو هېوادوالو څخه غواړي چې خپل چاپېریال له چټلیو پاک وساتي، ځمکه چې د ټولو موجوداتو د ژوندانه ګډ کور دی، د پاکۍ او سمسورتیا لپاره یې پوره هلې ځلې وکړي.
راځئ چې د ځمکې نړیوالې ورځې په پار، د ځمکې او چاپېریال له مینه‌والو سره خپل غږ بدرګه کړو، د چاپېریال ساتنې او د ځمکې د سمسورتیا ژمنه وکړو.

د چاپېریال ساتنې ملي اداره

 

Apr 23, 2022

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021