logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

چاپېریال ساتنه د ټولو هېوادوالو دیني مسوولیت دی
د چاپېریالي چارو مفتشین مرکز او ولایتونو کې په دوامداره توګه له هر ډول فعالیتونو څارنه کوي
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د جاپان له سفیر سره وکتل
سلګونو زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو
د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس COP-30 په تړاو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې اعلامیه
خوست او جوزجان کې زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو
ولایتونو کې د چاپېریالي اصولو د تطبیق په موخه څارنه کیږي
په خوست کې د قرطبه روضة القرآن لېسې زده‌کوونکو ته د چاپېريال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
د چاپېریالي چارو مفتشینو له‌خوا ولایتونو کې مختلف فعالیتونه ترسره شوي دي
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د طبيعت نړۍ‌واله ورځ د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه

slider-image

د ۱۴۴۳ کال د ذوالحجې ۲۹مه - کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او (TLO) دفتر په ګډه همکارۍ د بابر بڼ د ملکې په ماڼۍ‌ کې په ۱۴۴۳/۱۲/۲۹ نېټه د طبیعت نړۍ‌واله ورځ د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه چې پکې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي او پاليسي معین ډاکټر زین العابدين عابد، د لوړو‌ زده‌کړو وزارت معين ډاکټر خيرخواه، د چاپېریال ساتنې پوهنځي رئیس، د پوهنتون استادانو استادانو، د دې ادارې رئیسانو، د اړوندو وزارتونو استازو، د ملي او نړۍ‌والو چاپېريالي ارګانونو استازو، محصلینو او چاپېریالي فعالانو ګډون کړی وو.
ډاکټر زين العابدين عابد د طبيعت د اهميت او ارزښت په هکله هر اړخيزه وينا وکړه او ويې ويل: د ټولو ژوندیو موجوداتو په ځانګړي ډول د انسانانو لپاره طبیعت په خپل ذات کې یوه ستره الهي پېرزوینه ده چې په هغه کې د ژوندانه مهم عناصر (اوبه، هوا، خاوره، غرونه، نباتات، ژوي او داسې نور شامل دي) چې موږ یې باید قدر وکړو او په سمه توګه يې ساتنه وکړو.
ده وویل: آيا دا امکان لري چې له طبیعت پرته یوه ورځ ژوند وکړو؟  کوم اکسیجن چې موږ یې تنفس کوو، کوم خواړه چې موږ یې خورو، اوبه چې څښو، لباس چې اغوندو، کاغذ چې پرې خط کوو او داسې نور... دا ټول هغه څه دي چې موږ یې له طبیعت څخه ترلاسه کوو.
ښاغلي عابد زياته کړه: له صنعتي انقلاب وروسته زموږ چاپېریال له ډيرو ستونزو او ننګونو سره مخ شو چې ناوړه اغیزو يې د نورو ژوندیو موجوداتو سربېره د انسانانو ژوند هم له ننګونو سره مخ کړ، افغانستان هم د نړۍ‌وال کلي د غړي په توګه له چاپېریالي ګواښونو په امان نه دی، په داسې حال کې چې د چاپېریالي ستونزو په رامنځته کولو کې ډیره کمه ونډه لري؛ خو له بده مرغه د نړیوالو چاپېریالي ستونزو له ناوړه اغېزو څخه تر ټولو زیات اغېزمن هېواد دی.
د لوړو زدکړو وزارت معين ډاکټر لطف الله خيرخواه له ديني اړخه د طبيعت پر اهميت وينا وکړه او ټينګار يې وکړ چې انسان باید له طبيعت سره محبت ولري، ځکه طبيعت الله تعالی پيدا کړی او انسانان باید طبیعت ککړ نه کړي.
د (TLO) دفتر مرستيال ښاغلي خرم په خپلو خبرو کې وويل: طبيعت د بشر لپاره يوه ستره الهي ډالۍ ده چې ساتنې ته يې هر څوک باید پاملرنه وکړي.
د چاپېريال ساتنې پوهنځي رئیس ډاکټر محمد داوود شېرزاد وويل: په طبيعت کې د خدای تعالی د جمال ښکلاګانې نغښتي دي، کله چې د طبيعت ښکلاګانو ته ځیر شو؛ نو د الله تعالی د قدرت سترې نښانې پکې ليدل کيږي.
د کرنې وزارت د ځنګلونو او طبیعي سرچينو رئيس ښاغلي امانيار د ځنګلونو د اهميت او ساتنې په هکله وينا وکړه او د هوا ککړتيا د راکمولو او سېلابونو د مخنيوي لپاره يې ځنګلونه خورا اړين او ارزښتمن وبلل.
د غونډې په پای کې ګردی ميز جوړ شو چې پکې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې او اړوندو ارګانونو مسوولينو د خبريالانو او ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

Jul 30, 2022

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021