logo د افغانستان اسلامي امارت
د چاپیریال ساتنې ملي اداره
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
د انساني روغتیا ساتنې په موخه لغمان کې د یو شمېر روغتیایي مرکزونو څارنه وشوه
په پکتیکا او پروان ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې په تړاو ناستې ترسره شوې
په لوګر کې د اقلیم بدلون او د اوبو مدیریت په اړه څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
خوست اوکونړ کې سلګونو تنو طالب العلمانو او ولسي وګړو ته عامه پوهاوی ورکړل شو!
د چاپېريالي موضوعاتو په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوي ورکړل شو
کابل، ننګرهار او فاریاب کې د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
د چاپېریالي چارو مفتیشن د فعالیتونو له څرنګوالي څخه په دوامداره توګه څارنه کوي
کابل او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
ولایتونو کې د هر ډول فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه کیږي

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

په کابل سیند او کرنیزو ځمکو کې د فاضلابو ټانکرونو د تخلیې د مخنیوي په تړاو غونډه وشوه

slider-image

د ۱۴۴۴ق کال د ذالحجې ۳ نېټه – کابل
د افغانستان اسلامي امارت کابینې په خپله ۳۵مه غونډه کې په کابل سیند او زراعتي ځمکو کې د فاضلانو ټانکرونو د تخلیې د مخنیوي او د فاضلابو د مدیریت په تړاو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ته دنده سپارلې چې له اړوندو وزارتونو (د مالیې وزارت، اوبو او انرژۍ وزارت، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د ښار جوړونې وزارت او کابل ښاروالۍ) په ګډه همکارۍ دې د فاضلابو د مدیریت لپاره یوه مناسبه طرحه جوړه کړي.


په همدې موخه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس حافظ عزیز الرحمن په مشرۍ غونډه ترسره شوه چې پکې د اړوندو ادارو استازو او متخصصینو ګډون کړی وو.
غونډه د قران عظيم الشان د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه او د دې ادارې عمومي رئیس حافظ عزیز الرحمن وویل چې د کابل ښار چې کابو ۷ میلیونه نفوس لري د کانالیزاسیون سیسټم یې ناکام او د فاضلابو تصفیه خونې نه لري له همدې امله له ډیرې مودې را هېسې د کابل ښار په قلعه وزیر سیمه کې د فاضلابو ټانکرونو خالي کیدل او فاضلاب یې په مستقیم ډول کابل سیند ته تلل چې د سیمې خلک یې له ډیرو ناروغیو سره مخ کړي وو او ډیرې چاپېریالي ستونزې یې ورته پیدا کړې وې چې بالاخره د ټانکرونو دغه تخلیه ځای د دې ادارې لخوا وتړل شو.


ښاغلي حافظ وویل: د انسانانو، حیواناتو او نباتاتو لپاره د سالم چاپېریال رامنځته کول د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولیت دی او دا د هر فرد حق دی چې سالم چاپېریال ولري؛ نو په همدې اساس د کابل ښار د فاضلابو د مدیریت لپاره باید یوه جامع طرحه او پلان جوړ سي او نور د دې ستر ناورین مخه ونیول سي.
د کابل ښار په قلعه زمان خان سیمه کې هم د فاضلابو تصفیه خانه چې ماشینري یې زړه او دومره ظرفیت نه لري چې د ښار ټول ټانکرونه دې پکې خالي او تصفیه شي، یاده تصفیه خانه یوازې د مکروریانو د فاضلابو د تصفیې لپاره څو لسیزې پخوا جوړه شوې وه چې اوسمهال یې اکثره ماشینونه له کاره لویدلي دي.
د غونډې په لړ کې د دې ادارې د انکشاف پایدار رئیس نقیب الله صدیقي د کابل په مختلفو سیمو کې د فاضلابو ټانکرونو د تخلیې په هکله معلوماتي پرزنټېشن وړاندې کړ او په خپلو خبرو کې یې زیاته کړه: په کابل ښار کې یوه معیاري تصفیه خانه نشته چې د فاضلابو ټانکرونه پکې تخلیه او فاضلاب یې تصفیه شي، د تصفیه خانو په نوم موجوده ځایونه یواځې د پیسو راټولولو لپاره تعین سوي او فاضلاب یې په مستقیم ډول د کابل سیند ته ځې چې دا یو ستر ناورین دی او باید مخنیوی یې وشي.
ښاغلي صدیقي وویل: د چاپېریال ساتنې ملي ادارې څېړنې ښيي چې هره ورځ یواځې په کابل سیند کې زر (۱۰۰۰) ټانکرونه خالي کیږي چې خطرناکه چاپېریالي ستونزې یې پیدا کړي دي.


د کابل پوهنتون د چاپېریال ساتنې پوهنځي رئیس ډاکټر داوود شیرزاد هم د کابل ښار د فاضلابو د مدیریت او موجوده ستونزو په هکله هر اړخیزه وینا وکړه او زیاته یې کړه چې ټولې دولتي ادارې، لوړپوړیزه ودانیو او روغتونونو مالکین باید په جبري توګه مکلف شي چې د خپلو فاضلابو لپاره تصفیه خانې جوړې کړي او په هیڅ ډول باید د فاضلابو ټانکرونو ته دا اجازه ور نه کړل شي چې په کابل سیند کې تخلیه شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت، کابل ښاروالۍ او د فاضلابو د تصفیه خانو جوړولو یوه خصوصي شرکت استازو هم د فاضلابو د کنترول او مدیریت په تړاو هر اړخیزې ویناوې وکړې او ټینګار یې وکړ چې په کابل سیند او زراعتي ځمکو کې دې د فاضلابو د تخلیې مخه ونیول سي.
د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې د اړوندو ادارو استازي به د کابل ښار د فاضلابو د کنترول او مدیریت په تړاو خپلې طرحې او وړاندیزونه چمتو کوي، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې به یې شریکوي؛ واحده طرحه به ترې جوړیږي او په راتلونکې غونډه کې به پرې بحث کیږي، د غیر متمرکزو تصفیه خانو مصارف به سنجول کیږي، د تصفیه خانو د جوړولو لپاره به ځایونه مشخص کیږي او له هغه وروسته به د افغانستان اسلامي امارت کابینې ته وړاندي سي.

Jun 22, 2023

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021