logo د افغانستان اسلامي امارت
د چاپیریال ساتنې ملي اداره
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
د انساني روغتیا ساتنې په موخه لغمان کې د یو شمېر روغتیایي مرکزونو څارنه وشوه
په پکتیکا او پروان ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې په تړاو ناستې ترسره شوې
په لوګر کې د اقلیم بدلون او د اوبو مدیریت په اړه څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
خوست اوکونړ کې سلګونو تنو طالب العلمانو او ولسي وګړو ته عامه پوهاوی ورکړل شو!
د چاپېريالي موضوعاتو په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوي ورکړل شو
کابل، ننګرهار او فاریاب کې د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
د چاپېریالي چارو مفتیشن د فعالیتونو له څرنګوالي څخه په دوامداره توګه څارنه کوي
کابل او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
ولایتونو کې د هر ډول فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه کیږي

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

په ننګرهار کې د اقلیمي بدلون نړۍواله اونۍ ولمانځل شوه

slider-image

۱۴۴۵کال د ربیع الاول ۲۷مه / ننګرهار
د ننګرهار ولایت د چاپیریال ساتنې ریاست د REHA )د پياوړتيا لوړلو، چاپېريال ساتنې او بشري مرستو( موسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار سپینې ماڼۍ د غوڼدو په تالار کې د اقلیمي بدلون نړیواله اونۍ ولمانځله.
په دې لمانځغونډه کې د ولایت مقام، دولتي ادراو او نړیوالو مؤسسو مسوولینو؛ دولتي او خصوصي پوهنتونونو استادانو، د خصوصي سکتور استازو او محصلینو ګډون کړی وو.
غونډه د قرآن عظیم الشان مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل  او ورپسې د ننګرهار ولایت مقام استازي د ګډونوالو هرکلی وکړ او د اقلیمي بدلون سره د ‌مبارزې او سازګارۍ په اړه یې مفصلی خبرې وکړې. 


په ختيځ زون کې د یونما استازې آغلې کارن کو آتس د اقلیمي بدلون په برخه کې د خپلو فعالیتونو په هکله رڼا واچوله چې په وینا یې د نورو هېوادونو د صنعتي فعالیتونو له امله په افغانستان کې د اقلیمي بدلون ګواښونو کچه لوړه شوې او منفي اغېزې یې نن افغانان ګوري، یوناما هڅه کوي چې د اقليمي بدلون ناوړه اغېزو د کچې ټيټولو په پرخه کې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي، نوموړې خوښي وښوده چې د اسلامي امارت چارواکي له مونږ سره د اقليمي بدلون د ناوړه اغیزو د کچې راټيټولو په برخه کې همکاري کوي.


 ورپسې د (REHA) موسسې مرستیال انجینر عزت الله صدیقي د اقليمي بدلون د اثراتو ارزونې په اړه معلوماتی پرزینتیشن ارایه کړ.
د چاپېرپال ساتنې ملي ادارې د اقليم بدلون سره د سازښت آمر انجنیر محب الله بهار د چاپېريال ساتنې ملي ادارې په استازولۍ پر خپلو فعالیتونو رڼا واچوله او په وینا يې د سیاسي وضیعت د خرابوالي په اساس ۳۲ پروژې چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې یې فعالیتونه درلودل اوس بند شوي دي، د اړوند ارګانونو سره ناستې تر سره شوي چې اوسمهال دوه پروژې بېرته فعالې شوي او د نورو اقلیمي پروژو د فعالیت لپاره هڅه کوو چې حل لاره ورته پیدا کړو.
د ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې رئیس فېروز محمدزئي په یادو برخو کې ترسره شوو فعالیتونو باندې رڼا واچوله او له اړوندو دولتي او غیر دولتي اداراتو څخه یې په یاده برخه د لا همغږۍ، همکارۍ او د بنسټیزو پروژو د پیل غوښتنه وکړه او همدارنګه په نړیوالو یې غږ وکړ چې په افغانستان کې د چاپېریال ساتنې په برخه کې دې خپل فعالیتونو بېرته پیل کړي او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره دې په همغږۍ‎ ګډ کار وکړي.


د‌ غونډې‌ په‌ درېیمه برخه کې د‌ موضوع په اړه ټولو ګډونوالو هر اړخيز بحثونه وکړل او د ننګرهار ولایت په سطحه یې د اقلیمي بدلون د اثراتو او مشکلاتو چې په صحت، زراعت او مالدارۍ، د ځمکې لاندې د اوبو سطحې ټیټیدل، د ځنګلونو وهل، د صنعتي فعالیتونو ډېریدل، د طبيعي منابعو استخراج، ټولنیزې ستونزې، غیر پلاني ښارې پراختیا او داسې نورو شته ستونزو او د‌ هغو د حل په موخه خپل نظرونه شريک کړل او هیله یې وښوده چې په یاده برخه کې بنسټیزې پروژې پلې شي.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي صدیق الله قریشي په اوس وخت کې د اقلیمي بدلون په تړاو د رسنیو په اهمیت خبرې وکړې، ویې ویل؛ زموږ ریاست کولای شي د چاپېریال ساتنې ریاست او اړوند موسساتو په همغږۍ د اطلاعاتو، فرهنګ او ځوانانو برخو کې د اقلیمي بدلون په اړه ډېرې ګټورې برنامې په لاره واچوي، چې د دولتي او خصوصي رسنیو له لارې به ټولو ولسونو ته د عامه پوهاوي په برخه کې ډېر موثر تمام شي.
د غوڼدې په پای کی د ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې رئيس د ګډونوالو سوالونو ته ځوابونه ورکړل او غونډه په دعایې سره پای ته ورسېده.

Oct 14, 2023

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021