logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د ښکار د مخنیوي کمپاین پر دوام ۳ولایتونو کې یو شمېر الوتونکي ازاد شول
خوست او ننګرهار کې د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
لغمان کې ۱۵۰وزره مختلف او کمیابه مرغان د ښکاریانو له منګولو خلاص او ازاد شول
خوست او غزني کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
په پروان او لغمان کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
په خوست، زابل او پکتیکا کې د یو شمېر فعالیتونو چاپیریالي ارزونه ترسره شوه
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د اوبو د ارزښت او مدیریت په هکله یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
هلمند او خوست کې د یو شمېر خصوصي کلینیکونو او درملتونونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
راځئ چې خپل ماشومان په کوچنیوالي کې چاپېریال ساتنې ته وهڅوو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له خوا د اقليمي بدلون نړيواله اونۍ ولمانځل شوه

slider-image

د چاپېريال ساتنې ملي ادارې عمومي رئيس، شاه زمان میوندي په مشرۍ، د اقليمي بدلون نړيواله اونۍ د شاندارو مراسمو په ترڅ کې د تلې په ۲۹ نېټه، د استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون په اډيتوريم کې ولمانځل شوه. په دغو مراسمو کې د طبيعي پېښو په چارو کې د دولت وزير نجيب آقا فهيم، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې معینانو، د ښځو چارو وزارت معينې آغلې نبيلې مصلح، د اړوندو وزارتونو معينانو، د استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون رئيس، پوهنمل ډاکتر ذبيح الله اسدي او محصلينو ګډون کړی وو. ښاغلي ميوندي د دې غونډې موخه د اقليمي بدلون موضوعاتو ته د اکاډميک سکتور هڅول وګڼل او ويې ويل: که غواړو چې د اقليمي بدلون سره د مبارزې پر وړاندې بريالي شو؛ نو اړتيا ده چې زرغون جهاد د ټولنې په یو موټی کولو سره ترسره کړو؛ ترڅو په راتلونکي کې له اقليمي بدلون سره سازګار افغانستان ولرو. نوموړي همدا راز د اقليمي بدلون له امله هېواد ته د اوښتو زيانونو او په نړۍ کې د لاسته راغلو فرصتونو څخه ګټې اخيستنې ته په اشارې وويل: افغانستان د اقليمي بدلون په راوستلو کې رول نه لري، خو د نړۍ تر ټولو زيان منونکی هېواد دی چې له نېکه مرغه د اقليمي بدلون سره د مبارزې لپاره نړيوال فرصتونه شته. د زرغون اقليم مالي صندوق (GCF) يې يوه بېلګه ده چې د اړوندو ادارو د ظرفيت او همکارۍ په لرلو سره کولای شو له هغو څخه د پروژو د پلي کېدو لپاره مالي مرستې تر لاسه کړو. ښاغلي ميوندي د تېر کال وچکالي او سږني سېلابونه هغه زيانونه وګڼل چې افغانستان د اقليمي بدلون په ترڅ کې ترې زيانمن شوی دی. نوموړي وويل: لږ اقلیمي بدلون تر ټولو سخته ضربه زموږ ټولنې ته را اړوي او اړتيا ده چې د اقليمي بدلون سره د سازښت ظرفيت لوړ شي. ښاغلي ميوندي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: د افغانستان دولت په ۲۰۱۵ کال کې د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون کنوانسيون ته د خپل ملي مشخص سهم (NDC) راپور سپارلی دی. په دې راپور کې د افغانستان زيان منلو ته په کتو له ۲۰۲۰ کال څخه تر ۲۰۳۰ پورې د اقليمي بدلون سره سازښت لپاره 17.4 ملياردو ډالرو ته اړتيا ده او د دې پيسو د ترلاسه کولو لپاره د ټولو سکتورونو همکاري اړینه ده. د چاپېريال ساتنې ملي ادارې عمومي رئيس د ټولنې له اقشارو او په ځانګړي ډول له اکاډميکو بنسټونو او محصلينوڅخه وغوښتل چې د اقليمي بدلون په موضوع کې برخه واخلي او د طرحو، څېړنو او برنامو په وړاندې کولو سره دې له دې ادارې سره همکاري وکړي. ورپسې د طبيعي پېښو په چارو کې د دولت وزير نجيب آقا فهيم د چاپېريال ساتنې ملي ادارې څخه په مننې سره د اقليمي بدلون په مختلفو ابعادو کې د دا ډول برنامو ترسره کول يو لوی حرکت وګڼه او ويې ويل: د اقليمي بدلون سره د مبارزې لپاره ملي هوډ او ګډون ته اړتيا ده. که د دې ګواښ پر وړاندې سره يوځای نه شو؛ نو د ډېرو نورو ستونزو سره به مخ شو. ښاغلي فهيم له ټولو ځوانانو او محصلينو څخه وغوښتل چې د خپلو مونوګرافونو په چمتو کولو کې دې د اقليمي بدلون او شته نړيوال کنوانسينونه په پام کې ونيسي. له ده وروسته د استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون رئيس پوهنمل ذبيح الله اسدي د اقليمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د اکاډميکو بنسټونو دخيلېدل يوه ګټوره کړنلاره وبلله او ويې ويل: دا د ټولنې د ټولو اشخاصو رسالت دی چې د چاپېريال په ساتنه او له اقليمي بدلون سره د سازښت لپاره هڅې وکړي. د ښځو چارو وزارت معينې آغلې نبيلې مصلح د اقليمي بدلون په موضوعاتو کې د ښځو ګډون مهم وباله او د عامه پوهاوي د کچې پر لوړېدو يې ټينګار وکړ. د غونډې په پای د کليو بيارغاونې او پراختيا وزارت مشاورې آغلې ناجيه خروټې، چې د چاپېريال ساتنې په برخه کې يې نه ستړې کېدونکې هڅې کړي دي، د چاپېريال ساتنې ملي ادارې لخوا وستايل شوه. د يادونې وړ ده چې د خلکو د عامه پوهاوي د کچې د لوړېدو او اقليمي بدلون نړيوالې اونۍ په ترڅ کې د اکاډميکو بنسټونو د دخيلېدو په موخه په بلخ، هرات، ننګرهار، خوست، لوګر، جوزجان او نورو ولايتونو کې هم دې ته ورته غونډې ترسره شوې دي.

Oct 23, 2019

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021