logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د ښکار د مخنیوي کمپاین پر دوام ۳ولایتونو کې یو شمېر الوتونکي ازاد شول
خوست او ننګرهار کې د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
لغمان کې ۱۵۰وزره مختلف او کمیابه مرغان د ښکاریانو له منګولو خلاص او ازاد شول
خوست او غزني کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
په پروان او لغمان کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
په خوست، زابل او پکتیکا کې د یو شمېر فعالیتونو چاپیریالي ارزونه ترسره شوه
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د اوبو د ارزښت او مدیریت په هکله یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
هلمند او خوست کې د یو شمېر خصوصي کلینیکونو او درملتونونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
راځئ چې خپل ماشومان په کوچنیوالي کې چاپېریال ساتنې ته وهڅوو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

په افغانستان کې د غرني پړانګ او ايکو سيستم د ساتنې او ګواښونو د مخنيوي پروژې، لومړنی تطبيقي ورکشاپ ترسره شو

slider-image

د غرني پړانګ د نړیوالې ورځې د رارسېدو سره په افغانستان کې د واورين پړانګ د ساتنې او د ايکو سيستم د ګواښونو د مخنيوي پروژې لومړنی تطبيقي ورکشاپ، د چاپېريال ساتنې ملي ادارې عمومي رئيس شاه زمان ميوندي په مشرۍ او په افغنستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) مرستيال ناپيليون ناوارو، د وحشي_ژويو د ساتنې موسسې (WCS) استازي، د اړوندو وزارتونو او ادارو استازو او د پوهنتون استادانو په ګډون د روان کال د تلې په ۳۰مه نېټه د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د بند امير د غونډو په تالار کې ترسره شو. د چاپېريال ساتنې ملي ادارې عمومي رئيس، شاه زمان میوندي په خپله پرانېسته وينا کې د هغو ملي او نړيوالو همکارانو او اړوندو ادارو څخه مننه وکړه چې د دې پروژې په طرحه او ډيزاين کې يې همکاري کړې ده. ښاغلي ميوندي خوښي څرګنده کړه چې ياده پروژه اوس د پلي کېدو په حال کې او ويې ويل: افغانستان د اقليمي بدلون او وحشي ژويو د ورکېدو په برخه کې زيان منونکی دی او يادونه يې وکړه چې ښې مالي سرچينې په دې برخه کې شتون لري، خو له بده مرغه چې له دې سرچينو څخه په هغه اندازه چې موږ ورته اړتيا لرو ګټه مو ترې نه ده اخيستې. د چاپېريال ساتنې ملي ادارې عمومي رئيس د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل: موږ بايد خپلې انګېزې او ظرفيتونه لوړ کړو ترڅو وکولای شو له دې سرچينو او فرصتونو څخه د خپل هېواد د ژوند بڼو او وحشي ژويو د ساتنې لپاره په ښه ډول ګټه پورته کړو. نوموړي د دې پروژې د تطبيق اساسي موخه په افغانستان کې د غرني پړانګ ساتنه وګڼله او ويې ويل: د ورته پروژو پلي کېدل کولی شي چې د ښکار او د وحشي ژويو د غيرقانوني تجارت د مخنيوي، له طبيعت او ايکوسيستم څخه د ساتنې او د ساتل شويو سيمو د مديريت په برخو کې په نړيواله کچه زموږ د کړو ژمنو د عملي کولو لپاره د جدي ګامونو د اخيستلو څرګندونه وکړي. ورپسې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت استازي سيد رحمان زيارمل د دې پروژې د اهميت او ارزښت او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام مرستيال ناپليون ناوارو د دې پروژې د پلي کېدو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او همدرانګه په افغانستان کې د وحشي ژويو د ساتنې موسسې (WCS) استازي مجتبی بشيري او د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام (UNDP) استازي احمد جمشيد خوشبين د دې پروژې د ساختار، موخو، پايلو، چارچوکاټ، تنظيم او پلي کېدو په اړه خپل پرېزنټېشنونه وړاندې کړل. د ورکشاپ په ترڅ کې ګډونوالو د دې پروژې د لاښه پلي کېدو په تړاو خپل نظريات او وړانديزونه مطرح کړل. د يادونې وړ ده چې ياده پروژه به د بدخشان په واخان سيمه کې (چې د غرنیو پړانګانو اوسېدنځای دی) د نړيوالو مالي آسانتیاوو (GEF) په مالي ملاتړ او د وحشي ژويو د ساتنې موسسې (WCS) له خوا د چاپېريال ساتنې ملي ادارې په مستقيمې څارنې سره تر راتلونکو درې کلونو په موده کې پلي شي.

Oct 24, 2019

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021