logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

چاپېریال ساتنه د ټولو هېوادوالو دیني مسوولیت دی
د چاپېریالي چارو مفتشین مرکز او ولایتونو کې په دوامداره توګه له هر ډول فعالیتونو څارنه کوي
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د جاپان له سفیر سره وکتل
سلګونو زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو
د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس COP-30 په تړاو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې اعلامیه
خوست او جوزجان کې زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو
ولایتونو کې د چاپېریالي اصولو د تطبیق په موخه څارنه کیږي
په خوست کې د قرطبه روضة القرآن لېسې زده‌کوونکو ته د چاپېريال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
د چاپېریالي چارو مفتشینو له‌خوا ولایتونو کې مختلف فعالیتونه ترسره شوي دي
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د وحشي ژوو نړۍ‌والې ورځې په مناسبت مطبوعاتي اعلامیه

slider-image

د 2013 کال د ډسمبر په 20مه نیټه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ لخوا د وحشي ژوو نړیواله ورځ تصویب شوه او پریکړه وشوه چې د مارچ دریمه به هر کال په نړۍواله کچه د وحشي ژوو نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي. د مارچ دریمه هغه ورځ ده چې په 1973 کال کې د سایټیز کنوانسیون تصویب شو. دا تړون د وحشي ژوو د مختلفو انواعو د ساتنې لپاره له مهمو نړیوالو سندونو څخه دی او د دې تړون د احکامو له مخې د وحشي ژوو هر ډول تجارت باید د وحشي ژوو نسلونو د ګواښ او په طبیعت کې د هغوی د له منځه تللو لامل نه شي. له نېکه مرغه افغانستان د دغه تړون غړی دی.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د وحشي ژوو د ساتنې په برخه کې لاندې فعالیتونه ترسره کړي دي:
-
        د ۱۴۹ ډوله وحشي ژوو مطالعه، ارزونه او په سور لیست کې یې شاملول.
-
        د ښکار د مخنیوي په تړاو د افغانستان اسلامي امارت عالي مقام ۱۱۴ ګڼه (۱۰/۲/۱۴۴۴نېټې) حکم پلي کول.
-
          د قاچاقبرانو له منګولو د 383 مارغانو او 14 وحشي ژوو آزادول.
-
        د وحشي ژوو او بوټو نړۍوالې سوداګرۍ تګلارې چمتو کول.
-
        د ناقانونه تجارت د مخنیوي، د وحشي ژوو نړیوال تجارت د تنظیم او د هیواد ملي عوایدو د پیاوړتيا په موخه متقاضیانو ته د چاپېریال قانون او وحشي ژوو او بوټو نړۍوال تجارت د طرزالعمل د اصولو په پام کې نیولو سره د ۳۶ سایټیزجوازونو ویشل.
-
        د وحشي ژوو په تړاو د خلکو د عامه پوهاوي کچې لوړولو په موخه د ژوند بڼو نړۍوالو ورځو مطبوعاتي اعلامیو خپرول.
-
        د مرغانو او وحشي ژوو د پېر او پلور بازارونو څارنه.
-
        د وحشي ژوو د ساتنې، د ښکار او قاچاق د مخنیوي په اړه د تبلیغاتي موادو چمتو کول.
-
        د وحشي ژوو د ساتنې په موخه د ساتل شوو سیمو اعلانول.
وحشي ژوي د انساني ټولنو په وده او پرمختګ کې خورا مثبت او مهم رول لري. له کومو ګواښونو او فشارونو سره چې وحشي ژوي مخ دي، داسې حد ته رسیدلي دي چې که په ملي او نړۍ‌واله کچه ورته پاملرنه و نه شي؛ ژوند بڼې به د ورکېدو له ګواښ سره مخ شي او راتلونکی نسل به د وحشي ژوو د ډیرو ډولونو له شتون څخه محروم شي. د وحشي ژوو له لاسه ورکول د بشري ژوند د دوام او راتلونکي لپاره د خطر زنګ دی. الله تعالی ټولو وحشي ژوو ته د ژوند کولو حق ورکړی؛ نو موږ باید ځان ته اجازه ور نه کړو چې د خدای تعالی په کار کې مداخله وکړو او د هغه مخلوق له تباهۍ سره مخ کړو. موږ باید د الهي احکامو مطابق د وحشي ژوو او چاپېریال ساتنې لپاره هڅې وکړو.
موږ هیله مند یو چې د افغانستان نجیب ملت به د وحشي ژوو په ارزښت پوه شوی وي، د وحشي ژوو او ژوند بڼو له ناقانونه سوداګرۍ او بې رحمانه ښکار څخه باید ډډه وکړي او ډیری وحشي ژوي چې دا مهال یې نسل د ورکېدا له ګواښ سره مخ دی، د هغو ساتنه باید وشي.

 د وحشي ژوو ساتنه او پایښت نه یوازې چې د طبیعت د ښکلا لامل ګرځې؛ بلکې راتلونکې نسلونه یې هم له ښکلا څخه برخمن کېدای شي. 

والسلام

Mar 3, 2024

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021