logo د افغانستان اسلامي امارت
د چاپیریال ساتنې ملي اداره
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
د انساني روغتیا ساتنې په موخه لغمان کې د یو شمېر روغتیایي مرکزونو څارنه وشوه
په پکتیکا او پروان ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې په تړاو ناستې ترسره شوې
په لوګر کې د اقلیم بدلون او د اوبو مدیریت په اړه څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
خوست اوکونړ کې سلګونو تنو طالب العلمانو او ولسي وګړو ته عامه پوهاوی ورکړل شو!
د چاپېريالي موضوعاتو په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوي ورکړل شو
کابل، ننګرهار او فاریاب کې د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
د چاپېریالي چارو مفتیشن د فعالیتونو له څرنګوالي څخه په دوامداره توګه څارنه کوي
کابل او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
ولایتونو کې د هر ډول فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه کیږي

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د اقلیمي بدلون په تړاو پیل شوي درې ورځني ملي بحث په هکله خبري کنفرانس ترسره شو

slider-image

۱۴۴۵کال د شوال ۱۵مه/ کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او په افغانستان کي د ناروې کمېټې له لوري نن د ۱۴۰۳کال د غويي په ۵نېټه د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو مرکز کې د خبري کنفرانس په ترڅ کې د اقلیمي بدلون په تړاو پیل شوي درې ورځني ملي بحث پایلې اعلان شوی.
د چاپېریال ساتني ملي ادارې مسلکي او پالیسي مرستیال ډاکټر زین العابدین عابد وویل: اقلیمي بدلون یوه نړیواله پدیده ده. د طبیعي عواملو سربیره، د ګلخانه یې ګازونو انتشار یې اصلي عامل دی چې ډیری یې په پرمختللو هیوادونو کې د فابریکو او صنعتونو د زیات پرمختګ په سبب رامنځته کیږي.


سره له دې چې افغانستان د اقلیمي بدلون په رامنځته کولو کې ډېر کم رول لري، خو د اوبو، زراعت، ځنګلونو، انرژۍ او ژوند بڼو په برخو کې خورا زیانمن شوی هیواد دی.
وچکالي، سیلابونه، د اوبو کمښت او د زراعتي محصولاتو کمېدل د خلکو او جامعې لپاره زیات مشکلات رامنځته کړي دي او د هغوی ژوند یې له خطر سره مخ کړی دی.
ښاغلي عابد زياته کړه: د اشغال پرمهال د هر ډول غیرقانوني کیمیاوي موادو کارول، د هیواد وچ او نیمه وچ اقلیم، د طبیعي حوادثو زیاتوالی، دوامداره وچکالۍ او د ځنګلونو بې رحمه قطع کول او د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالو نهادونو د همکارۍ نشتوالی د افغانستان د اقليمي بدلون او چاپېريال د لا زياتې زيانمنتيا لامل شوی چې دامهال موږ ورسره لاس او ګريوان یو. نوموړي وويل: د اقلیمي بدلون ننګونو او خطرونو ته رسیده‌ګي د ټولو حکومتونو مشترکو اقداماتو ته اړتیا لري، او د ټولو ښکیلو اړخونو ګډ کار دی.


 د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي پالیسۍ په اساس د اقلیمي بدلون مدیریت، د ا.ا. امارت د اساسي لومړیتوبونو څخه دی.
د افغانستان اسلامي امارت له اقلیمي بدلون سره د سازښت په تړاو د اوبو د مدیریت، زراعت، د ځنګلونو  او څړځایونو بیا احیاکول او نوې کېدونکې انرژۍ په برخو کې په ملي کچه سترې برنامې او پروژې تر لاس لاندي نیولي دي.

ښاغلي عابد له نړۍ والو وغوښتل چې د اقلیمي بدلون او چاپېريالي موضوعات سياسي نکړي او په برخه کې دې د افغانستان ځنډول شوې پروژې ژر تر ژره پيل او تطبیق کړي. ده وويل: د افغانستان اسلامي امارت له دوی سره بشپړ کار کولو ته متعهد او چمتو دی.
نوموړي ټينګار وکړ چې ملي او نړیوال بنسټونه او خصوصي سکټور باید په خپلو کاري پروګرامونو کې د اقلیمي بدلون اړوند موضوعات شامل کړي او له دې پدیدې سره په مبارزه کې پوره ونډه واخلي.
د چاپيريال ساتنې ملي ادارې مرستيال وويل: افغانستان د ټولو چاپېریالي کنوانسیونو رسمي غړيتوب لري او ټولو تعهداتو ته یې ژمن دی؛ نو

په سیمه ییزه او نړیواله کچه چاپېریالي غونډو او کنفرانسونو خصوصا د ملل متحد د اقلیمي بدلون کنوانسیون په ټولو غونډو کې دې د افغانستان ګډون يقيني کړل شي.
موږ هیله لرو د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس (کاپ ٢٩) چې ټاکل سوې سږ کال په اذربایجان کې جوړ سي افغانستان ته دې رسما دعوت ورکول شي ترڅو موږ پکښې حضور ولرو او د خپل حق غوښتنه وکړو.


افغانستان لپاره د ناروې کمېټې رئیس ښاغلي تاريا هم وينا وکړه او ټينګار يې وکړ چې د اقلیمي بدلون موضوعات باید سیاسي نه‌شي، نړيوالو غونډو کې دې افغانستان ته رسمي بلنه ورکړل شي او د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې دې له افغانستان سره مالي او تخنيکي مرستې وشي، ځکه افغانستان د اقليمي بدلون په رامنځته کيدو کې هيڅ ونډه نه لري.
د يادونې وړ ده چې د ياد بحث موخې دا وې چې د افغانستان غږ تر نړيوالو سټيچونو ورسیږي، چاپېريالي موضوعات سياسي نه شي، د افغانستان ځنډول شوو پروژو پيل ته لار هواره شي، په نړيوالو غونډو کې حکومت ته رسمي بلنې ورکړل شي او په پراخه کچه په ملي او نړيواله کچه عامه پوهاوی ترسره شي.
ياد کنفرانس د خبريالانو پوښتنو ته دځوابونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

Apr 24, 2024

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021