logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د ښکار د مخنیوي کمپاین پر دوام ۳ولایتونو کې یو شمېر الوتونکي ازاد شول
خوست او ننګرهار کې د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
لغمان کې ۱۵۰وزره مختلف او کمیابه مرغان د ښکاریانو له منګولو خلاص او ازاد شول
خوست او غزني کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
په پروان او لغمان کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
په خوست، زابل او پکتیکا کې د یو شمېر فعالیتونو چاپیریالي ارزونه ترسره شوه
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د اوبو د ارزښت او مدیریت په هکله یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
هلمند او خوست کې د یو شمېر خصوصي کلینیکونو او درملتونونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
راځئ چې خپل ماشومان په کوچنیوالي کې چاپېریال ساتنې ته وهڅوو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېريال نړۍواله ورځ د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه

slider-image

۱۴۴۵کال د ذی القعدې۲۷مه/ کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري نن چهارشنبه د ۱۴۰۳کال د غبرګولي په ۱۶مه نېټه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د چاپېریال نړیواله ورځ د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه چې پکې د  ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس حافظ عزیزالرحمن، پالیسي او مسلکي معین ډاکټر زین العابدین عابد، مالي او اداري چارو معین مولوي عبدالسلام حنفي، د کابینې غړو، معینانو، د امارتي ادارو مسئولینو، د پوهنتون استادانو، علمای کرامو، متخصصینو، د ملي او نړیوالو موسسو او رسنیو استازو ګډون کړی وو
.
غونډه د قران عظیم الشان مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شوه او ورپسې د دې ادارې مسلکي او پالیسي معین ډاکټر زین العابدین عابد د ګډونوالو هرکلی وکړ او زیاته یې کړه: د اقلیمي بدلون له امله د افغانستان چاپېریال ته لوی زیان اووښتی چې د رامنځته کېدو لامل یې ستر صنعتي هېوادونه دي او دا د هغوی اخلاقي مسوولیت دی چې افغانستان ته د اقلیمي بدلون د ناوړه اغیزو له امله غرامت ورکړي. نوموړي چاپېریالي موضوعات بشري مسئله وبلله او ټینګار یې وکړ چې باید سیاسي چلند ورسره ونه شي
.


د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس حافظ عزیز الرحمن وویل: په ټوله نړۍ کې ایکوسیسټمونه له ګواښ سره مخ دي او طبیعي چاپیریال چې د انسان د ژوند سرچینه ګڼل کیږي د ویجاړېدو په حال کې ده؛ نو هېوادونو ته پکار ده چې سترو چاپېریالي ننګونو ته د رسیدو لپاره په ګډه کار وکړي
.


ده وویل: د اوبو، هوا او خاورې ککړتیا، د نړیوالې تودوخې زیاتوالی، د اقلیم بدلون، وچکالي، ناڅاپي سېلابونه، د ځمکې او ځنګلونو تخریب، د خاورې تخریب، بېدیا کېدل او د ایکوسیستمونو او ژوند بڼو له منځه تلل؛ په افغانستان کې عمده چاپېریالي ننګونې دي
.
نوموړي، وچ او نیمه وچ اقلیم، پر طبیعي زېرمو ولاړ اقتصاد، دوامداره وچکالي، د عامه پوهاوي کچې ټيټوالی، د اقلیمي بدلون له امله رامنځته شوې طبیعي پېښې، د اشغال او جګړو پر مهال د هر ډول ممنوعه وسلو کارول او د نړیوالو سازمانونو د کافي همکارۍ نشتون د افغانستان د چاپېریال زیانمنېدو د عواملو په توګه یاد کړل
.
ښاغلي حافظ وویل: افغانستان د اقلیمي بدلون په رامنځته کېدو کې هيڅ ونډه نه لري؛ خو له بده مرغه د اقلیمي له ناوړه اغیزو څخه د نړۍ په کچه ډیر زیات اغیزمن هېواد دی او دا یې پر نړیوالو حق دی چې په دې برخه کې د افغانانو بشپړ ملاتړ وکړي
.
نوموړي له نړۍوالو وغوښتل چې د اقلیمي بدلون له خطرونو سره د مبارزې برخه کې د افغانستان ځنډول شوې پروژې ژر پیل او تطبیق کړي
.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس څرګنده کړه چې افغانستان د ۱۶ نړیوالو چاپېریالي کنوانسیونونو او پروتوکولونو غړیتوب لري چې اوس مهال هم د نړیوالو سازمانونو له مالي او تخنیکي ملاتړ پرته د یادو کنوانسیونونو اهدافو او مکلفیتونو پلي کولو ته ژمن دی. ده پر نړۍوالو غږ وکړ چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولینو ته باید په نړۍوالو چاپېریالي غونډو کې د ګډون بلنه ورکړل شي
.
د ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د چاپېریالي موضوعاتو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: له بده مرغه چاپېریال د نړۍ د صنعتي قدرتونو له حده زیاتې ګټې اخیستنې له امله تر بل هر وخته له زیات خطر، حتی نابودۍ سره مخ دی
.


ښاغلي حنفي زیاته کړه: افغانستان د اقلیمي بدلون له اړخه د نړۍ له زیانمنو هېوادونو څخه دی او د بېلابېلو طبیعي پېښو له امله یې چاپېریال ته سخت زیان اووښتی. نوموړي وویل: سالم چاپېریال د هر انسان طبیعي حق دی او د سالم چاپېریال رامنځته کولو لپاره باید مونږ ټول دوامداره او مسئولانه هڅې وکړو.  ښاغلي حنفي له رسنیو، ځوانانو، تعلیمي ادارو، علمای کرامو او متنفذینو څخه وغوښتل چې د چاپېریال ساتنې برخه کې د عامه پوهاوي کچې لوړولو لپاره هلې ځلې وکړي
.
د غونډې په لړ کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت او ښار جوړولو وزیرانو مولوي عبدالرحمن زاهد او مولوي حمدالله نعماني



د اوبو او انرژۍ وزارت ارشد سلاکار


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) رئیس


د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) رئیس، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې رئیس


او د وحشي ژوو د ساتنې موسسې (WCS) رئیس هم ویناوې وکړې او ټولو په خپلو خبرو کې پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د اقلیمي بدلون د ناوړه اغیزو سره د مبارزې برخه کې د افغانانو لاسنیوی وکړي.

Jun 5, 2024

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021