logo د افغانستان اسلامي امارت
د چاپیریال ساتنې ملي اداره
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
د انساني روغتیا ساتنې په موخه لغمان کې د یو شمېر روغتیایي مرکزونو څارنه وشوه
په پکتیکا او پروان ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې په تړاو ناستې ترسره شوې
په لوګر کې د اقلیم بدلون او د اوبو مدیریت په اړه څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
خوست اوکونړ کې سلګونو تنو طالب العلمانو او ولسي وګړو ته عامه پوهاوی ورکړل شو!
د چاپېريالي موضوعاتو په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوي ورکړل شو
کابل، ننګرهار او فاریاب کې د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
د چاپېریالي چارو مفتیشن د فعالیتونو له څرنګوالي څخه په دوامداره توګه څارنه کوي
کابل او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
ولایتونو کې د هر ډول فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه کیږي

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریالي مسایلو په تړاو یو ورځنی علمي او څېړنیز کنفرانس ترسره شو

slider-image

۱۴۴۵کال د ذی الحجې ۵مه/ هلمند
 د هلمند ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست د چاپېریال نړۍوالې اونۍ په مناسبت د وادي هلمند د لوړو زده کړو مؤسسې په همکارۍ د چاپېریالي مسایلو په تړاو علمي او څېړنیز کنفرانس ترسره کړ.
په دې کنفرانس کې د اړوند امارتي ادارو مسوولینو، د پوهنتونونو استادانو او زده کړیالانو ګډون کړی وو
.
د کنفرانس په پیل کې د وادي هلمند د لوړو زده کړو موسسې د چاپېریال ساتنې کمېټې مسؤل  حیات الله وفا ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د غونډې په تړاو یې معلوماتي وینا وکړه ورپسې د پوهنتون استاد عزت الله توحید د چاپېریال ساتنې او پېژندنې اړوند عمومي معلومات وړاندې کړل.نوموړي وویل: د اقلیم په بدلون سره د خلکو مړینه زیاتېږي، د غذایي موادو امنیت له منځه ځي او د دې ترڅنګ د کارګرانو د کار ظرفیت هم ورسره کمېږي چې د ده په وینا  د چاپېریال د پاک ساتلو په سبب باید د ککړې هوا او چټلیو  مخه ونیول شي
.


دغه راز د طب پوهنځي استاد ډاکتر المرخان احمدزي هم د هوا د ککړتیا او د هغې د زیانونو په اړوند د خپلې وینا پر مهال د کنفرانس برخوالو ته بشپړ او هر اړخیر معلومات وړاندې کړل
.
نوموړي وویل: د انسان د ژوند کولو لپاره پاکه هوا اساسي جز او عنصر دی چې په وینا یې هغه انسانان چې د اوږد عمر لروونکي دي علت یې پاکه هوا بلل کېږي
.
ده زیاته کړه چې د پاکې هوا له امله د خلکو اقتصادي ستونزې کمېږي د بېلا بیلو ناروغیو مخه نیول کېږي او زیات شمېر نورې ګټې هم لري. ده ټینګار وکړ چې موږ باید د ناسمې او ککړې هوا د مخنوي په برخه کې خلکو ته پوهاوی ورکړو
.
د کنفرانس په لړ کې ویناوالو پر افغانستان د اقلیمي بدلون د اغیزو؛ پر کرنه د اقلیمي بدلون د اغیزو؛ د کاربن ډای اکسایډ پېژندنه او د هغه د منفي تاثیراتو په هکله خپل علمي او څېړنیز معلومات وړاندې کړل
.


دوی په خپلو خبرو کې وویل چې هوا، اوبه او خاوره د انسان پر ژوند مستقیماً منفي اغیزې لري چې د ناسمې ککړي هوا، چټلو اوبو او خاوره د اقلیم په بدلون سره تغیر کوي، خلکو  او د کرنې سکتور ته یې زیات زیانونه رسېږي
.
د دوي په وینا چي په فابریکو او ښارونو کې د سون‌توکو، لکه : لرګي، ربړ او پلاستیکونو سوځول او د وسایطو زیات استعمال هوا او چاپېریال ککړه وي چې ورسره په هره برخه کې منفي تاثیرات ډېرېږي او خلکو ته یې زیانونه رسېږي
.
دوی له خلکو او په ځانګړې توګه له دولت څخه غوښتنه وکړه چې د چاپېریال او پاکې هوا د ساتلو په سبب دې د زیان راوړونکو سون‌توکو د سوځولو او د هغه وسایطو د چلاو مخه ونيسي او ډډه دې ترې وکړي چې زیات دود او کاربن ډای اکسایډ تولیده وي
.
د دې ترڅنګ د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځی استاد زمریالي همت خبرې وکړې او د دولت او ملت رول یې د چاپېریال ساتنې په برخه کې مهم وباله
.
هغه زیاته کړه: هغه څوک چې ځنګلونه، طبي بوټي او ونې پر خپل سر له منځه وړي باید جزا ورکړل شي، ترڅو راتلونکي کې یې د تخریب مخه ونیول شي
.


د هلمند ولایت د چاپیریال ساتنې ریاست په استازیتوب نثارګل وینا وکړه او د خپلو خبرو پر مهال یې وویل چې دوی په ښار او ولسوالیو کې د هغه سون‌توکو د سوځولو مخه په کلکه نیولې چې چاپیریال ته زیان رسوي او ددې ترڅنګ په  مرکز او ولسوالیو کې یې هم د ټولو ځنګلاتو د تخریب او د بوټو او ونو د وهلو مخنیوی کړی دی
.
د ده په وینا د چاپېریال ساتنې ریاست به چا ته اجازه ورنه کړي چې ځنګلونه، طبي بوټي او ونې پر خپل سر  ووهي او یایې تخریب کړي او دې برخه کي یې ریاست زیاتي هڅي هم کړي دي
.
 د کنفرانس په ورستیو کې د وادي هلمند د لوړو زده کړو مؤسسې د علمي چارو مرستیال او سرپرست نیاز محمد پوپل وینا وکړه او د خپل وینا پر مهال یې د یاد پوهنتون د استادانو څخه یې مننه وکړه چې د چاپېریال ساتنې ملي موضوع په تړاو یې مطالعه او څېړنې کړې دي او په دې برخه کې یې د هغوی هڅې وستایلې.

Jun 12, 2024

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021