logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د ښکار د مخنیوي کمپاین پر دوام ۳ولایتونو کې یو شمېر الوتونکي ازاد شول
خوست او ننګرهار کې د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
لغمان کې ۱۵۰وزره مختلف او کمیابه مرغان د ښکاریانو له منګولو خلاص او ازاد شول
خوست او غزني کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
په پروان او لغمان کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
په خوست، زابل او پکتیکا کې د یو شمېر فعالیتونو چاپیریالي ارزونه ترسره شوه
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د اوبو د ارزښت او مدیریت په هکله یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
هلمند او خوست کې د یو شمېر خصوصي کلینیکونو او درملتونونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
راځئ چې خپل ماشومان په کوچنیوالي کې چاپېریال ساتنې ته وهڅوو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې ملت ته د تېر کال د لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ

slider-image

۱۴۴۶کال د صفر ۸مه/ کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پالیسي او مسلکي معین ډاکټر زین العابدین عابد د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح په لړ کې نن سه شنبه د ۱۴۰۳کال د اسد په ۲۳مه نېټه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د خبري کنفرانس په ترڅ کې د تېرکال د لاسته راوړنو هر اړخیز راپور وړاندې شو.


په دې کنفرانس کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې یو شمېر رئیسانو، متخصصینو او خبریالانو ګډون کړی وو
.
غونډه د قران کریم مبارکو آیتونو په تلاوت پیل او ورپسې د دې ادارې پالیسي او مسلکي معین ډاکټر زین العابدین عابد بیانیه وړاندې کړه او په خپلو خبرو کې یې وویل: اقلیمي بدلون یوه نړیواله پدیده ده او اغیزې یې تر یوې سیمې او جغرافیې پورې محدودې نه دي، د اقلیمي بدلون اثرات او پایلي ډیر بې وزله او کم‌ ودې هیوادونه ګواښي. د نړۍ په کچه د ګلخانه‌یي ګازونو په خپرولو کې د افغانستان ونډه یوازې )0.08( سلنه جوړوي، ولې شپږم هغه هیواد دی چې د اقلیمي بدلون له امله سخت زیان ویني او خلک یې ورڅخه متاثره دي
.
ده وویل: چاپېریالي موضوعات په خاصه توګه اقلیمي بدلون یوه نړیواله مسله بلل کیږي او د هیوادونو او نړیوالو سازمانونو مشترکو اقداماتو ته اړتیا لري، د چاپېریال ساتنې ملي اداره د
۱۶نړیوالو چاپېریالي کنوانسیونونو غړیتوب لري او په دې برخه کې خپلو نړیوالو تعهداتو ته ژمنه ده چې فعلا د نړیوالوکنوانسیونونو او پروټوکولونو له مالي او تخینکي همکاریو پرته د یادو کنواسینونو اهداف او مکلفیتونه تطبیق کوي.


د اسلامي امارت په بریا سره زموږ هڅه دا وه ترڅو نړیوال قانع کړو چې چاپېریالي موضوعات سیاسي نه کړي چي مستقیما بشري ټولنه ورڅخه اغېزمنه کیږي
.
خوشبختانه په تېرکال کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په نړیوالو او داخلي غونډو کې ګډون کړی او مختلفو هېوادونو ته یې سفرونه درلودل
.


دا غونډې ډيرې ګټورې وې، هلته د افغانستان د ملت غږ پورته شو او نړیواله ټولنه دې ته وهڅول شوه چې چاپېریالي مسایل له سیاست سره و نه تړي
.
له همدې امله د پخوا په پرتله زموږ سره د نړیوالو تعامل ښه شوی او په دې برخه کې ورځ تر بلې د پرمختګونو شاهدان یو
.
ښاغلي عابد وویل: له بده مرغه د اقلیمي بدلون په برخه کې د نړیوالو چاپېریالي مالي میکانیزمونو له خوا د دې ادارې
۳۲پروژې ځنډول شوي چې د ډیرو هلو ځلو وروسته د 27,54 میلیونه امریکایې ډالره په ارزښت ۷پروژې له تعلیق څخه ایستل شوې او د 31,16 میلیونه امریکایې ډالرو په ارزښت ۳نوو پروژو تعهد ترلاسه شوی.


همداراز د تېر کال په لړ کې د (1520) انکشافي، زیربنایي پروژو او د تولیدي او صنعتي فعالیتونو د چاپېریالي اغېزو ارزونه ترسره شوې ده چې (1498) پروژې تائید او(22) پروژې چې چاپېریالي معیارونه یې نه وو پوره کړي رد شوې دي
.

 

نوموړي وویل: د ځنګلونو ساتنې ته جدي پاملرنه شوې ده، د ونو او ځنګلونو د وهلو او قاچاق مخنیوی یې شوی؛ د (17216) الوتونکو او وحشي ژوو د قاچاق مخه نیول شوې؛ د (22328) ودانیو، تولیدي او صنعتي فابریکو، اصنافو، روغتیایي مرکزونو، د سون توکو او د فاضلابو له سیسټمونو څخه د اصلاح په موخه نظارت تر سره شوی؛ پر (6) پالیسیو او تقنیني سندونو بیاکتنه شوې؛ د امارتي ادارو او وزارتونو په 13 پالیسیو او تقنیني سندونو کي چاپېریالي موضوعات ځای پر ځای شوي (1632) برنامو او پروګرامونو له لارې(241900) تنو ته په مستقیم او په غیر مستقیم ډول ملیونونو هیوادوالو ته د چاپيريال ساتنې او اهمیت په اړه عامه پوهاوى ورکړل شوی دی.

9170 خبري اعلامیې، خبرتیاوي، خبرونه او له ملي او نړۍوالو رسنیو سره 210 مرکې او 8 مطبوعاتي کنفرانسونه ترسره شوي دي.
د دې ادارې پالیسي او مسلکي معین زیاته کړه: دا اداره د خپل وظیفوي مسوولیت له مخې د ټولو هېوادوالو لپاره د سالم چاپېریال برابرولو ته ژمنه ده.
د خبري کنفرانس په پای کې د دې ادارې مسوولینو له خوا د خبریالانو پوښتنو ته هر اړخیز ځوابونه ورکړل شول.

Aug 13, 2024

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021