logo د افغانستان اسلامي امارت
د چاپیریال ساتنې ملي اداره
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
د انساني روغتیا ساتنې په موخه لغمان کې د یو شمېر روغتیایي مرکزونو څارنه وشوه
په پکتیکا او پروان ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې په تړاو ناستې ترسره شوې
په لوګر کې د اقلیم بدلون او د اوبو مدیریت په اړه څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
خوست اوکونړ کې سلګونو تنو طالب العلمانو او ولسي وګړو ته عامه پوهاوی ورکړل شو!
د چاپېريالي موضوعاتو په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوي ورکړل شو
کابل، ننګرهار او فاریاب کې د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
د چاپېریالي چارو مفتیشن د فعالیتونو له څرنګوالي څخه په دوامداره توګه څارنه کوي
کابل او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
ولایتونو کې د هر ډول فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه کیږي

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس: د نړیوالې توجه د راجلبولو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې شته او لا هم هڅي دوام لري

slider-image

١٤٤٦کال د ذوالقعدې٣مه/ کابل
دغه څرګندونې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص د کورنیو او نړیوالو مؤسسو د مسؤلینو سره د همغږۍ په هغه غونډه کې وکړې چې د بېلابېلو امارتي ادارو او نورو اړونده بنسټونو په ګډون جوړه شوې وه.
 
د غونډې هدف د اقلیم بدلون، د طبیعي پېښو زیاتوالي، او د چاپېریالي بحرانونو د اغېزو پر وړاندې د همغږو اقداماتو لپاره د نظریاتو تبادله، د همکاریو پراختیا او د ګډو حل لارو لټول و.


غونډې ته په وینا کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس وویل افغانستان، سره له دې چې د اقلیم بدلون قرباني دی، خو د نړیوالې ټولنې د پام راجلبولو په برخه کې یې د پام وړ پرمختګونه کړي دي. نوموړی زیاتوي دغه هڅې لا هم دوام لري او اداره ژمنه ده چې له نړیوالو شریکانو سره په ګډه د اقلیم بدلون پر وړاندې مبارزه کې خپل مسؤلیتونه پر ځای کړي.
ښاغلي خالص وویل زموږ تاکید پر دې و، ترڅو نړیوال قانع شي چې چاپېریالي او د اقلیمي بدلون اړوند مسایل سیاسي نه بلکي یوه بشري موضوع ده، له نېکه مرغه د زیاتو تلاښونو په پایله کې دا اداره وتوانېده چې د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس کاپ ۲۹ چې په اذربایجان هېواد کې جوړ شوی و ګډون وکړي او دې ته ورته په نورو لسګونو داخلي او نړیوالو غونډو کې هم د افغانستان استازو ته د ګډون زمینه برابره شوې او لا هم هڅي دوام لري.
ده زياته کړه د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس کاپ ٣٠ چې سږکال په برازیل هېواد کې جوړیږي ورته بشپړ چمتووالی لري، د بیلابیلو هېوادونو له استازو سره يې خبري راپیل کړي ترڅو افغانستان ته بلنه ورکول شي او په دې برخه کې له سفیرانو، ملګرو ملتونو او تاثیر لرونکو نهادونو سره ناستي او مجلسونه جریان لري.


عمومي رئیس څرګنده کړه لکه څنګه چې تاسو خبر یاست، نړیوالو چاپېریالي مالي میکانیزمونو د اقلیم د بدلون شاوخوا 32 پروژې په هیواد کې له فتحې او سیاسي پرمختګونو وروسته په تعلیق کي اچولي وې چي د چاپېریال ساتني ملي ادارې او د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونو په همکارۍ 6 پروژې د تعلیق څخه ویستل شوي او تائید شوي او پر پاته پروژو هم کار روان دی، چې دا یوه لویه لاسته راوړنه بلل کیږي.
نوموړي د افغانستان د ملي مشارکت سند یا NDC نهایې کول یوه بله لاسته راوړنه وبلله چې د اقلیم بدلون او چاپېریال ساتنې په برخه کې د افغانستان نیازمندي او اړتیاوي پکې ځای پرځای شوي دي، ددې سند له مخې تر ۲۰۳۰ کاله افغانستان ۲۰،۶ ملیارده ډالرو ته اړتیا لري چي باید په مصرف ورسیږي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس وویل  د چاپېریال ساتنې ملي اداره د هېواد د یو مسول ارګان په توګه ژمنه ده چې په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي، د دې ترڅنګ اړوند سکتوري ادارت او وزارتونه، په افغانستان کې فعال ملي او نړیوال نهادونه او موسسات هم باید خپل رول ولوبوي.
د نیالګیو کېنول، د ځنګلونو بیا احیا او د اوبو سالم مدیریت د اقلیمي بدلون پر وړاندي مبارزې او سازګارۍ کې مهم رول لري.
د افغانستان حکومت او په ځانګړې توګه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې تېر کال نهایت تلاش وکړ چې څنګه کولی شي په هېواد کې د نیالګیو کېنولو په برخه کې خپل مسولیت ادا کړو، موږ هدف درلود چې سږکال به ۸۶۶۸۴۷۵ اصله نیالګي کېنوو چې خوشبختانه د ملي او نړیوالو موسساتو په همکارۍ تر دې دمه زموږ د ٢٨ ولایتونو ارقام ښیې چې تر ١٥ میلیونه زیات نیالګي يوازي د دې ادارې په هڅو کېنول شوي او دا لړۍ لا هم ادامه لري.
دا هدف یوازي د چاپېریال ساتنې ملي ادارې دی، کرنې او مالدارۍ وزارت سږکال ۱۶ ملیونه نیالګي کېنولي، ښاروالیو هم خپل پلان تطبیق کړی.
 
ښاغلي خالص د هغو نهادونو او موسساتو څخه مننه وکړه چې د نیالګیو په دې ملي پروسه کې همکاري کړې، ده د چارو ادارې څخه هم مننه وکړه چې ۴۰ څلویښت زره د جلغوزو نیالګې يې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ته په واک کې ورکړي وه.
په غونډه کې د کورنیو او نړیوالو موسساتو او بنسټونو مسؤلینو وویل چاپېریال ساتنه یوازې د یو هېواد مسؤولیت نه دی، بلکې دا یو نړیوال مکلفیت دی. موږ د افغانستان له ادارو سره اوږه په اوږه کار کوو څو د طبیعي آفتونو اغېزې کمې او د پایدارو منابعو مدیریت تأمین شي."


دوی زیاته کړه: " هڅه کوي چې د افغان حکومت سره ګډو پروژو ته دوام ورکړو، څو د اقلیمي بدلون پر وړاندي لازم او اغیزمن ګامونه واخیستل شي.

په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د همکاریو دا لړۍ به لا پراخېږي، او د شریکو اقداماتو له لارې به هڅه وشي ترڅو د اقلیم بدلون پر وړاندې د افغانستان چمتووالی لوړ شي.

په وروستیو کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د هغو بنسټونو او موسساتو هڅي د ډالیو په ورکولو سره وستایلې چې د نیالګیو کېنولو په پروسه کې برخه اخیستې وه.

May 3, 2025

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021