logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د ښکار د مخنیوي کمپاین پر دوام ۳ولایتونو کې یو شمېر الوتونکي ازاد شول
خوست او ننګرهار کې د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
لغمان کې ۱۵۰وزره مختلف او کمیابه مرغان د ښکاریانو له منګولو خلاص او ازاد شول
خوست او غزني کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
په پروان او لغمان کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
په خوست، زابل او پکتیکا کې د یو شمېر فعالیتونو چاپیریالي ارزونه ترسره شوه
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د اوبو د ارزښت او مدیریت په هکله یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
هلمند او خوست کې د یو شمېر خصوصي کلینیکونو او درملتونونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
راځئ چې خپل ماشومان په کوچنیوالي کې چاپېریال ساتنې ته وهڅوو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د هوا د ککړتيا له امله د اوښتونکو زیانونو د مخنيوي په اړه معلوماتي کڅوړه

slider-image

معمولا د اوړي په پرتله د ژمي په يخ موسم کې د هوا ککړتيا درجه ډېره وي. د کابل ښار د ژمي موسم په جريان کې د مختلفو لاملونو لکه: د نفوس ډېروالی، د نقليه وسايلو ډېرښت، د خښتو د پخولو بټيو شتون، د واټونو او کوڅو خاموالی او په ځانګړي ډول له سکرو ډبرو او نورو فوسيلي دود زېږوونکو موادو څخه د ښاريانو ګټه اخيستل د هوا د ککړتيا لامل ګرځي. 

د چاپېريال ساتنې ملي اداره په داسې حال کې چې په سهار او ماښام کې د هوا د ککړتيا کچه مقطعی او لنډ مهاله ګڼي، خو د کابل ښاريانو روغتيا ته د جدي پاملرنې په پار د لاندې تدابيرو توصيه کوي: 

۱- درانه ښاريان دې د سهار او ماښام په مودو کې چې د هوا د ککړتيا کچه لوړه وي، له ماسک څخه ګټه پورته کړي. 

۲- هغه کسان چې د غير تصفيه شويو سکرو ډبرو څخه ګټه پورته کوي، لارښوونه ورته کېږي چې له کارونې څخه مخکې سکاره ډبرې ووينځي. 

۳- د ربړونو، پلاستيک او  نورو هغه دود زيږوونکوونکو موادو له ګټې اخيستنې څخه دې ډډه وشي چې د هوا د ککړتيا سبب ګرځي. 

۴- په غير ضروري حالاتو کې د نقليه خصوصي وسايلو پرځای له عمومي نقليه وسايلو څخه ګټه پورته کړئ. 

۵- د خپلو نقليه وسايلو خراب او مشکل لرونکي انجنونه مخکې له دې چې د ښار واټونو ته دننه کړئ، ترميم يې کړئ.

۶- د ټولو لوړ پوړيزو ودانيو، حمامونو، مختلفو اصنافو، پوهنتونونو، دولتي او غير دولتي تاسيساتو له مالکينو څخه په جدي توګه غوښتنه کېږي چې د خپلو ملکيتونو دود زېږوونکو ځايونو پر سر د دود فلتر نصب کړي. 

۷- هغه ماشومان او د ډېر عمر لرونکي خاوندان چې په تنفسي ناروغيو ککړ دي او کورونه يې د ښار د تپو او غرونو په لمنو کې دي، لارښوونه ورته کېږي چې که عاجله اړتيا نه وي، نو د سهار او ماښام په مودو کې دې له خپلو کورونو څخه نه بهر کېږي. 

۸- د نقليه وسايلو له مالکينو څخه هيله کېږي چې د توقف او درېدو پر مهال د خپلو نقليه وسايلو انجنونه خاموشه کړي. 

۹- په قيد او راټولو ځايونو کې او د ماشومانو په شتون کې د د سګرټو له څکولو څخه ډډه وکړئ. 

۱۰- د شديدې هوا ککړتيا پر مهال له درنو بدني فعاليتونو او خسته کنه ورزشونو څخه ډډه وکړئ. 

‍۱۱- د زرغون چاپېريال، د هغو ونو چې په ټولو فصلونو کې شنې وي او په قيدو ځايونو کې پرېړو پاڼو لرونکو ګلانو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړئ. 

۱۲- د خپلو کورونو او د کارځای د ګرمولو لپاره له برېښنا، ګاز او نورو پاکو انرژيو څخه ګټه پورته کړئ.

Dec 8, 2019

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021