logo د افغانستان اسلامي امارت
د چاپیریال ساتنې ملي اداره
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
د انساني روغتیا ساتنې په موخه لغمان کې د یو شمېر روغتیایي مرکزونو څارنه وشوه
په پکتیکا او پروان ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې په تړاو ناستې ترسره شوې
په لوګر کې د اقلیم بدلون او د اوبو مدیریت په اړه څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
خوست اوکونړ کې سلګونو تنو طالب العلمانو او ولسي وګړو ته عامه پوهاوی ورکړل شو!
د چاپېريالي موضوعاتو په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوي ورکړل شو
کابل، ننګرهار او فاریاب کې د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
د چاپېریالي چارو مفتیشن د فعالیتونو له څرنګوالي څخه په دوامداره توګه څارنه کوي
کابل او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
ولایتونو کې د هر ډول فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه کیږي

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د کابل هوا د ککړتيا د لاملونو د مبارزې په موخه د کابل د ارغندي او پغمان سيمو څخه د رېګرېشنونو د فعاليت د تړل کېدو او اخراجېدو لړۍ پيل شوه

slider-image

 

د هوا ککړتيا پر وړاندې د مبارزې په دوام نن ( يک شنبه، د جدي ۱۵مه ) د چاپېريال ساتنې ملي ادارې عمومي رئيس شاه زمان ميوندي په مشرۍ لوړپوړي پلاوي چې پکې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې مسلکي معين انجينير عزت الله صديقي، د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو معينې آغلې ډاکتر مهتاب عالمي او د کورنيو چارو او د کانونو وزراتونو استازو هم ګډون درلود د کابل پغمان ولسوالۍ او ارغندۍ سيمو څخه يې د ساختماني موادو د توليدي شرکتونو د اخراج لړۍ پيل کړه.

دا دستګاوې چې پکې رېګرېشنونه، د خښتو بټۍ او د ګچو د توليد دستګاوې شاملې دي، د دود او سمي ګازونو د توليد اصلي لامل ګڼل کېږي چې د هوا او چاپېريال لپاره خطرناک بلل کېږي.

په دې دستګاوو کې د رېګ جوړونې ۱۹ کارخانې، د خښتو ۱۳ بټۍ او د ګچو د توليد ۳۳ توليدي کارخانې شاملې دي، چې د اخراج او يا هم د فعاليت د درېدو کار يې پيل شو.

د چاپېريال ساتنې ملي ادارې عمومي رئيس شاه زمان ميوندي له سيمې څخه د ليدنې او د دې شرکتونو د اخراج دستور د صادرېدو پر مهال خبريالانو او رسنيو ته وويل، چې د جلالتماب ولسمشر په مشرۍ د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د چاپېريال ساتنې ملي ادارې رهبري د هوا ککړتيا د عواملو سره د مبارزې په پار په جدي ډول مصممه ده او له ټولو ادارو، بنسټونو او مختلفو اشخاصو سره به جدي او قانوني چلند وشي.

د چاپېريال ساتنې ملي ادارې عمومي رئيس د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل: د دې شرکتونو او متصديو د بديلو سيمو لپاره د ذيربطو دولتي ادارو ترمنځ خبرې اترې روانې دي او د کانونو وزارت به په دې برخه کې وروستی تصميم  د دې شرکتونو له مالکانو سره شريک کړي.

ښاغلي ميوندي ټينګار وکړ، چې د ولسمشرۍ عالي مقام د حکم پر اساس د هوا ککړتيا سره مبارزه د دولت رهبرۍ په لومړيتوبونو کې ده او د پلازمېنې د هوا ککړتيا د لاملونو د بشپړې ختمېدو په پار به لنډمهاله او اوږدمهاله تدابير په بشپړ قوت او جديت سره دوام ولري.

د چاپېريال ساتنې عمومي رئيس د خپلو خبر په لړ کې وويل: دمګړی د چاپېريال ساتنې ملي ادارې نظارتي ټيمونه  د کابل ښار له ټولو سيمو، تصديو، او ښارګوټو څخه په جدي او دوامداره ډول نظارت کوي او د خبرتياوو او لارښوونو د نه پام نيولو په صورت کې به د قانون او کړنلارو مطابق چلند سره مخامخ شي.  

ښاغلي ميوندي له ټولو رسنيو او او خبريالانو څخه مننه وکړه، چې تل يې دې ادارې سره د هوا ککړتيا پر وړاندې د مبارزې په تړاو د ټولو تصميمونو او د دولت برنامو د خپرولو په برخو کې همکاري کړې ده.

د چاپېريال ساتنې ملي ادارې عمومي رئيس د هوا ککړتيا پر وړاندې مبارزه يې د ټولو مسووليت وګڼه او له ټولو ښاريانو، رسنيو او دولتي او غير دولتي بنسټونو څخه يې وغوښتل چې په دې برخه کې خپلې همکارۍ ونه سپموي.

ويل کېږي چې، د دې برنامې په دوام سبا (دوشنبه، د جدي ۱۶مه) په پام کې ده چې، د چاپېريال ساتنې ملي ادارې له لوري د بې کيفيته تېلو پمپ سټېشنونه وتړل شي.

همدارنګه د چاپېريال ساتنې ملي ادارې نظارتي ټیمونو نن (يکشنبه، د جدي ۱۵مه) ۱۴ مختلف فعاليتونه د کابل په مختلفو سيمو کې ترسره کړل، چې پکې د نظارت، تړل کېدو او د تړل کېدو د بيا پرانيستو فعاليتونه شامل و.

د کابل ښار په مختلفو اصنافو کې ۱۵ لوړ پوړيزې ودانۍ او لس حمامونه و ارزول شول، چې له ډلې څخه يې د ۹ لوړپوړيزو ودانيو د مرکز ګرمۍ سيستمونه او يو حمام د هوا ککړتيا سره د مخنيوي لازمو تدابيرو د نه نيولو (د فلتر کوونکو دستګاوو د نه نصبولو) په پار وتړل شول او د ګلبهار ښارګوټي د مرکز ګرمۍ سيستم بېرته پرانېستل شو. د يادونې وړ ده چې د کابل ښار مختلفو سيمو څخه د نظارتي ټيمونو له لوري په جدي ډول نظارت دوام لري او د سرغړوونکو سره سره به جدي او اصولي چلند وشي.

Jan 6, 2020

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021