logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د ښکار د مخنیوي کمپاین پر دوام ۳ولایتونو کې یو شمېر الوتونکي ازاد شول
خوست او ننګرهار کې د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
لغمان کې ۱۵۰وزره مختلف او کمیابه مرغان د ښکاریانو له منګولو خلاص او ازاد شول
خوست او غزني کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
په پروان او لغمان کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
په خوست، زابل او پکتیکا کې د یو شمېر فعالیتونو چاپیریالي ارزونه ترسره شوه
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د اوبو د ارزښت او مدیریت په هکله یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
هلمند او خوست کې د یو شمېر خصوصي کلینیکونو او درملتونونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
راځئ چې خپل ماشومان په کوچنیوالي کې چاپېریال ساتنې ته وهڅوو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

ملت ته د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د رهبرۍ د راپور ورکولو کنفرانس تر سره شو

slider-image

کابل- د کب ۱۴مه
دوهمه برخه:
ملت ته د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د رهبرۍ د راپور ورکولو د کنفرانس په دویمه برخه کې د دې ادارې مالي او اداري معین محمد یوسف حمیدیان ، مسلکي معین انجنیر عزت الله صديقي او د نړیوالو اړیکو معین ادریس ملیار د ۱۳۹۸یم کال په اوږدو کې د دې ادارې د لاسته راوړنو په اړه خبرنګارانو او د دغه کنفرانس ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
په پیل کې محمد یوسف حمیدیان په ۱۳۹۸ یم کال کې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د تشکیلاتي او مالي مسایلو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: په روان کال کې د مالي او بشري سرچېنو وضعیت ته په کتو سره، ۱۱۵خالي بستونه ازادې سیالۍ ته وړاندې کړل شول، چې د نویو ګمارل شویو کسانو له ګمارنې سره سم، د ښځو ونډه هم لس سلنه لوړه شوې ده.
ښاغلي حمیدین وویل: د لومړي ځل لپاره دغې ادارې وکولای شول، چې خپله پراختیايي بودیجه ۹۰سلنه او عادي بودیجه تر۹۵ سلنو پورې و کاروي، چې ډیری یې د ادارې جوړنې، د معلوماتي تکنالوژۍ د سیستم پر چمتو کولو، د لابراتواري تجهیزاتو په برابرولو او د خلکو د عامه پوهاوي د لوړولو په برخه کې لګولې ده.
ورپسې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي، د دې ادارې د مهمو اقداماتو او لاسته راوړنو، بالخصوص د هوا ککړتیا د رامنځته کوونکو منابعو، د لوړپوړیزه ودانیو او ښارګوټو د سون له سیستم څخه څارنه، د هوا ککړتیا د مخنیوي او راکمولو لپاره د پنځه کلن پلان چمتو کول، د هوا ککړتیا په برخه کې له جمهوري ریاست مقام څخه د احکامو تر لاسه کوونه او پلي کول، د اوبو او هوا څارنه، د طبعیي میراثونو ساتنه، د وحشي ژویو او ساتل شویو سیمو، د چاپېریالي جوازونو صادرولو او د اقلیمي بدلون پر ستونزو خبرې وکړې.
ښاغلي صديقي د دې ادارې د راتلونکو پلانونو په اړه زياته وویل: د اوبو د کیفیت او څارنې په اړه د بیولوژیکي مطالعاتو پر چمتو کوونه کار، د ډبرو سکرو سالم مدیریت، د اصنافو، ښارګوټو او لوړپوړیزه ودانیو د سون سیستمونو بدلون، د لوګي فلترونو واردات او په هېواد د ننه کې جوړونه، د سطحي او تر ځمکه لاندې اوبو سروې، د چاپېریالي جوازونو صادرول او د هېواد د لس فیصده ساتلو شویو سیمو اعلانول او تر څنګ یې نور مهم چاپېریالي موضوعات د جریان په حالت کې دي.
ورپسې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د پالیسۍ او نړیوالو اړیکو معین ادریس ملیار د نړیوالو مالي او تخنیکي مرستو د راجلبولو پر میکانیزمونو په تېره بیا د زرغون اقلیم صندوق، اړوندو ادارو ته د زرغون اقلیم مالي صندوق په برخه کې د پروژو په ورکړه کې د  اسانتیا رامنځته کول، د پلي کونکې ملي ادارې رامنځته کول، کنوانیسونونو ته د راپور لېږدول، په چاپېریالي قانون او مقرراتو کې بدلون، د څو اړخیزه ژمنو د پلي کېدو د پلان پر ستراتیژۍ، د اوبو د کیفیت له ساتنې د پالیسۍ او د اوزون پر لایه خبرې وکړې.
ښاغلي ملیار زیاته کړه، چې د تېر یوه کال په اوږدو کې له نړیوالو د مالي مرستو په جذبولو، د چاپېریالي پالیسۍ جوړونه، د اوبو کیفیت پالیسي، له جمهوري تاجکستان سره د تفاهمنامې د مسودې چمتوکول او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او نړیوالو سازمانونو تر منځ د همکاریو پراختیا له اړینو اقداماتو شمارل کېږي، چې د پالیسۍ جوړونې او نړیوالو اړیکو په برخه کې په لاس کې دي.
هېره دې نه وي چې د دغه کنفرانس په پای کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مشرتابه، د خبرنګارانو او ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

Mar 5, 2020

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021